۱- دوجوب شرطونه
۲- دوجوب داداشرطونه .
۳- داداء دصحت شرطونه .
۴- دفرضی حج دوقوع شرطونه .
في غنیة المناسک ص\۱۲باب شرائط الحج وهي اربعة انواع ،شرائط الوجوب ،وشرائط وهي التي الی قوله وشرائط وجوب الاداء .....وشرائط صحة الاداء ،وشرائط وقوع الحج عن الفرض الخ
لمړی : یعني دحج دوجوب شرطونه :داهغه شرطونه دي چې کله ټول موجودشې نوحج فرض کیږي اوکه ټول نشوموجودنوحج نه فرضیږي :
کمافي الغنیة ص\۱۲ اماشرائط الوجوب وهي التي اذاوجدت بتمامهاوجب الحج علیه والافلا .
دحج دوجوب شرطونه ټول اوه دي :
۱- اسلام دی نوپه کافرمستطیع حج فرض نه دی البته اعتقاددوجوب باندي یې مکلف دی . کمافي الغنیة ص\۱۲اماشرائط الوجوب فسبعة علی الاصح الاول الاسلام فلایجب علی الکفر مستطیع بل الواجب علیه اعتقادوجوبه الخ
۲- دحج په فرضیت باندي علم لرل دي .لهذا په هغه تن چې مسلمان وي اوپه دارالحرب کې اوسیږي اودحج په فرضیت نه وي خبرشوی نوکه څه هم مستطیع وي ترهغه وقته حج ځیني ساقط ده چې ترڅو دوه نارینه ،یایونارینه دوه میرمني ،یایورښتونی تن دحج په فرضیت خبرکړی نه وي .
البته په دارالاسلام کې جهالت عذرنه ده بلکه په دارالاسلام کې ددي تن مطلق وجود کفایت کوي .کمافي الغنیة ص\۱۳الثاني العلم بکون الحج فرضاامابالکون في دارالاسلام ،واماباخباررجلین اورجل وامرئتین ولومستورین اوواحدعادل الی قوله والحاصل ان العلم المذکور یثبت للمسلم في دارالاسلام بمجرد الوجودفیها سواء علم بالفرضیة اولا نشأعلی الاسلام فیها اولا ..اما للمسلم في دارالحرب فباخبار عدداوعدل الخ
۳- بلوغ دی : نوپه نابالغ که څه هم استطاعت ولري حج ورباندي فرض نه دی ،اوکه یې په ماشومتوب حج وکړداله فرضي حج څخه نه دریږي ،چې بالغ شی بیابه فرضي حج کوي که یې استطاعت ؤ، البته دغه حج یې نفلي ګرزي اوثواب یې دماشوم ده ،اوموراوپلارته یې دښووني اوروزني ثواب ورکول کیږي .
في الغنیة ص\۱۳ الثالث والرابع البلوغ والعقل فلایجب علی صبي ومجنون ففي البدائع لایجوز اداء الحج من مجنون وصبي لایعقل کمالایجب علیهما ونقل ابن امیرالحاج وغیره عن مشائخنا صحة حجهما والتوفیق بحمل الاول علی ادائهما بانفسهما والثاني علی فعل الولي ویقع نفلا لهما ولابویهمااجرالتسبب اماالصبي یعقل الاداء فیصح اداءالحج منه بنفسه اجماعا الخ
۴-عقل ده : په لیوني باندی حج نه دی فرض که څه هم دحج استطاعت ولري ، که یې په لیونتوب کې حج وکړ نوداحج یې له فرضي حج څخه نه دریږي که جوړشو اواستطاعت یې درلود بیابه فرضي حج کوي ،اودغه دلیونتوب دوقت حج یې نفلي ګرزي .غنیة ص\۱۳
مسئله :که یوماشوم موریاپلارپه غیږکې وګرزول اوحج یې باندی وکړ یایولیونی یوچاپه شاوګرزول اوحج یې باندي وکړ یایې په نورونقلیه وسائلوکې حج ورباندي وکړ نوداحج یې صحیح دی اوکنه ؟په دي هکله ابن امیرحاج اودځینونورعلماو رایه داده چې حج یې صحیح دی ، اوکه ماشوم یالیوني دغه مناسک په خپله اداکړویعني دولي یابل تن فعل لره دخل په کې نه ؤ نوبیا یې حج صحیح نه دی یعني دنفلي حج ثواب نه ورکول کیږي .
اوکه ماشوم عقلمنداوهوښیارو چې په اداء دمناسکوپوهیده نوبیا که یې په خپله پښوحج وکړ دټولوپه نزدیې حج صحیح دی ،اوکه یې دبل په فعل حج وکړ نوبیایې حج نه ده صحیح في غنیة المناسک ص\۱۳ لایجوز اداء الحج من صبي ومجنون لایعقل کمالایجب علیهما ونقل ابن امیرالحاج وغیره عن مشائخنا صحة حجهما والتوفیق بحمل الاول علی ادائهما بانفسهما والثاني علی فعل الولي ویقع نفلا لهما .ولابویهمااجرالتسبب .اماالصبي یعقل الاداء فیصح اداء الحج منه بنفسه اجماعا ،امابفعل الولي فلایصح عندنا لعدم الضرورة
ویصح عندالشافعي رحمه الله تعالی فلواحرم الصبي العاقل بنفسه اوغیرعاقل باحرام ولیه عنه اومجنون کذلک اوعبدفیبلغ اوافاق اواعتق قبل الوقوف بعرفة فمضی لم یجز عن فرضه لانعقاده نفلا
۵ - حریة دی نوپه غلام باندي حج نه دي فرض که څه مدبریامکاتب یا هم مبعض وي اواستطاعت ولري .. غنیة المناسک ص\ ۱۶ في غنیة المناسک ص\۱۶الخامس الحریة فلایجب علی العبدولومدبرا اومکاتبا اومبعضا اوام ولداوماذونا له في الحج الخ
۶- استطاعة دی . استطاعة هغه قدرت ته ویل کیږي چې یوتن حج ته دتلواوراتلو خرچي سره سره نفقه هم ولري همدارازپه مکه مکرمه کې اودلته په کور دپاته هغه کسانونفقه هم ترراتلوپوري ولري هودهغوکسانو نفقه چی په ده باندي فرض وي ،اودابه له حاجات اصلیه ؤ څخه زائده وي .
همداراز به دغه تن په سترګوبناوي ،ړونداومعذوربه نه وي ،همداراز به په پښوګوډ نه وي ،اوکه دغه شرائط نه وموجود نوبیاحج ورباندي نه دی فرض . همداراز دمیرمني لپاره دمحرم ضرورت ده اوکه یې محرم نه درلود نوبیا حج ورباندي فرض نه دی که ځه صاحبه داستطاعت وي .
في الغنیة ص\۱۶السادس الاستطاعة وهي القدرة علی زادیلیق بحاله ولولمکي ملکا لابالاباحة وعلی راحلة مختصة به لغیرمکي الخ
۷- وقت اووجوددقدرت ده .یعني دحج په میاشتوکې دحج په اداکولواوسفرکولوقدرت درلودل دي ،نوکه یوتن په دغه وقت کې په اداکولودحج قدرت ونه لري نوحج ورباندي نه فرضیږي .
والله تعالی اعلم
No comments:
Post a Comment