Thursday, September 25, 2014

دطــــــــواف اړوندمهم مسائل

مسئله ۱- په مکه مکرمه کې دنفلوپه عبادت کې دطواف په شان غوره اوافضل عبادت نشته  .احسن الفتاوی  ۴\۵۷۷

مسئله  ۲-  په طواف کې دریدل مکروه تحریمي دی  .ځان ځیني ساتل ضروري دي .احسن الفتاوی ۴\۵۷۹

مسئله ۳- دطواف په وقت کې کعبي شریفي ته شایامخ ورګرزول مکروه تحریمي دي  .احسن الفتاوی ۴\۵۷۹

مسئله۴-   په طواف کې چې کومي ځانګړي دعاوي ویل کیږي داحادیثوڅخه یواځي دیودووثبوت شته اوهغه هم غیرمخصوص شوطونوپوري  احسن الفتاوی  ۴\۵۷۹ مطلب چې دکتابونوڅخه ددعاووویل لازمي ګڼل اولوستل چې   خلګوته ورباندي تکلیف هم رسیږي نه دي جائز .

مسئله ۵- دطواف په وقت کې دحجراسود دمسه کیدوانتظارنه کوي که موقع ملاویږي ښه اوکه نه ملاویده نولاس دي ورته پورته کړي اومچ دي کړي
،اودطواف په اخیرکې پروانه لري .احسن  الفتاوی ۴\۵۷۶

مسئله  ۶- ښځوته په داسې هجوم کې طواف نه دي کول په کارچې چې دنارینه وسره یې بدن لګیږي دمطاف په کناروکې دي طواف کوي   .احسن الفتاوی ۴\۵۷۷

مسئله  ۷- دطواف په وقت کې دي دکعبي شریفي سره دومره نږدي هم نه ځی چې دبدن یوه حصه یې دکبعي شریفي دبنیادڅخه پورته وي .احسن الفتاوی ۴\۵۷۷

مسئله :۸-  دطواف په مهال دي رکن یمانې نه ښکلوي ،بلکه دهغه لوري ته دي مخ کړي دواړه اویاهم یواځې راسته لاس دي ورسره ولګوي ،که یې لاس نه شوای وروړلای نوچپه لاس دي نه وروړي اونه دي له لیرې ځخه اشاره ورته کوي.  احسن  الفتاوی ۴/۵۷۷

مسئله: ۹- داحرام په حالت کې که طواف کوئ نودحجراسودله ښکلولو اولاس وروړلوڅخه ځان ساتئ ځکه په هغه اکثرخوشبویې لګیدلي وي ،احسن الفتاوی ۴/۵۷۶

مسئله ۱۰-:دطواف په وقت کې دي دسجدي په ځای [یعني دسجدي دځای په اندازه ] نظرکول مستحب دي دبیت الله شریفي یاکوم بل لوري ته نظرکول داستحباب خلاف ده :وینبغي ان لایجاوزبصره محل مشیه کالمصلي لایجاوزبصره محل سجوده لانه الادب الذي یحمل به اجتماع القلب الخ غنیة ص\۶۵ احسن الفتاوی ۴\۵۵۸

مسئله :۱۱- یوداسي تن چې دریح البطن بیماروي نوکه یې بیماري په شرعي حدکې داخله وي نوبیاهم داسې دبي  اودسي په حالت کې طواف کولی شي . الخ احسن الفتاوی ۴\۵۵۷

مسئله ۱۲:دحیض په حالت کې دمیرمنولپاره دکعبې شریفې طواف کول منع دي ،نوکه میرمنې طواف صدرپریږدي نوشرعاپه دي کې هیڅ حرج نشته ،
لمافی الشامي : فلایجب علی المکی ولاعلی المعتمرمطلقاوفائت الحج والمحصروالمجنون والصبی والحائض والنفسآء کمافی اللباب وغیره ،ردالمحتار۲/۵۳۲مطلب فی طواف الصدر
دحج اوعمرې په اړه نورمعلومات په لاندي لینکونوکې کتلی شئ

No comments:

Post a Comment