Thursday, September 25, 2014

دحج اقســــــــام

حج په لمړي پړاوکې پنځه قسمونه لري:hajj 
۱- فرضي عیني حج : داهغه حج دی چې د وړاندنيو شرائطودوجودڅخه وروسته فرضیږي .
۲- واجب حج :داهغه حج دی چې یوتن په ځان باندي نذرکړی وي .یایوحج ځیني فاسدشوي اوقضاءیې بیرته راګرزوي .یاله میقات څخه بي احرامه تیرشوي وي اوداسې نور.غنیة ص\۱۰
۳- نفلي حج دی. داهغه حج دی چي له فرضي حج څخه وروسته یې یوتن دثواب په نیت سره کوي .
۴-حرام حج :داهغه حج دی چې یوتن یې په قطعي حرام مال باندي سرته رسوي ،یادریاء اوشهرة یانامه لپاره کوي
۵- مکروه تحریمي حج .داهغه حج دی چې دموراوپلار داذن اواجازي څخه پرته یې څوک کوي .البته داهله که چيري حج کونکي دهغوۍ دخدمت اونفقي لپاره څوک نه و،یایې دماشومانو دنفقي لپاره څوک نه و،الخ
في غنیة المناسک ص\۱۰فتحررمن هذا ان الحج یکون فرضا ،وواجبا، ونفلا، وحراما،ومکروها ولایتصف بالاباحة لانها عبادة ووضعا بحر .الخ والتفصیل قبله باسطر . وقدیجب الحج کمااذاتجاوزعن المیقات بغیراحرام فیجب علیه احدالنسکین فیکون من قبیل الواجب وقدیتصف بالحرمة کالحج ریاءوسمعة اوبمال حرام وبالکراهة التحریمیة کالحج بلااذن ممن یجب استئذانه کاحدابویه المحتاج الی خدمته ومن تلزمه نفقته ولیس له مایدفعه للنفقة والغریم لمدیون لامال له وعلیه دین حال الخ

No comments:

Post a Comment