Thursday, September 25, 2014

دذي الحجې په لسوورځوکي دنیکواعمالوفضیلت

وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُمَا قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ اَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحِ فِيْهِنَّ اَحَبُّ اِلَی اللهِ مِنْ هذِهِ الْاَيَّامِ الْعَشْرَةِ قَالُوْايَارَسُوْلَ اللهِ وَلَاالْجِهَادُفِيْ سَبِيْلِ اللهِ قَالَ وَلَاالْجِهَادُفِیْ سَبِيْلِ اللهِ اِلَّارَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذٰلِکَ بِشَیْءٍ.
رواه بخاري)
ژباړه :
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روايت ده چي رسول کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه چي په هیڅ ورځوکي الله جل جلاله ته نيک کارونه دومره محبوب ندي لکه چي دلوی اختردمياشتې په(الولسوورځو(عشرة ذی الحجة)کښي ورته محبوب دي(يعني ددې ورځې فضېلت ترنوروورځوزيات دي)صحابه رضي الله عنهم عرض وکړ،ای رسول الله ! ۖ اياجهادفي سبيل الله(دالله په لاره کښي جهاد)هم تردغه ورځوافضل نده،هغه صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه جهادفي سبيل الله هم تردغه ورځوافضله نده،مګرهغه څوک چي په خپل ځان اومال دجهادپه لاره کي وتلی وی اوله هغه څخه هيڅ شی بيرته رانه وړي.(مشکوة المصابيح ص128 بحواله بخاري)
وَعَنْ اَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالٰی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ اَيَّامٍ اَحَبُّ اِلَی اللهِ اَنْ يَّتَعَبَّدَلَهُ فِیْهَامِنْ عَشْرِذِی الْحَجَّةِ يَعْدِلُ صَيَامُ کُلِّ يَوْمٍ مِنْهَابِصَيَامٍ سَنَةٍ وَقِيَامُ کُلِّ لَيْلَةٍ مِنْهَِابِقِيَامِ لَيْلَةِ الْقَدْرِ.
ژباړهحضرت ابوهريرة رضی الله تعالی عنه څخه روايت ده چي رسول کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ارشادوفرمايه چي چي دلوی اختردمياشتې په اولولسوورځو(عشرة ذی الحجة)کښي دهرې ورځ روژه نيولوباندي ديوکال دروژوثواب ورکول کيږي،اوددغوورځوپه شپوکي قيام(عبادت)باندي دقدرپه شپه(شب قدر)کښي دقيام په اندازه ثواب ورکول کيږي.( مشکوة المصابيح ص128 بحواله ترمذي اوبن ماجه).
علماؤکراموفرمايلي دي چي روژې دمياشتې آخري لس شپې افضله دي اود ذي الحجې(دلوی اختردمياشتېاولې لس ورځې افضله دي؛ځکه په دغوکي دعرفات ورځ شته ده.
دروژې آخرې لسيزه وي اوکه دذي الحجې اوله لسيزه وي په دواړولسیزوکي په عبادت کولوکي ډېره هڅه کول پکارده،ددې واړولسیزوهره شېبه ډېره مبارکه ده.
دنهمې ورځې روژه:
حضرت ابوقتادة رضی الله تعالی عنه څخه روايت ده چي محبوب رب العلمين صلی الله تعالی عليه وسلم دلوی اختردمياشتې دنهمې ورځې دررژې په اړه فرمایلی دي چي زه له الله جل جلاله څخه پوخ اميدلرم چي دا به ديوکال مخته اويوکال وروسته ګناه لپاره کفاره وګرځوي،اووه يې فرمايل چي دمحرم دلسمې دروژې په اړه له الله جل جلاله څخه پوخ اميدلرم چي دا به ديوکال مخته اويوکال وروسته ګناه لپاره کفاره وګرځوي.(مسلم شريف)

No comments:

Post a Comment