په خلګو باندي دبیت الله حج کول
قال الله تعالی : وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (97)سورة آل عمران
ژباړه : او (فرض دی) الله لره پرخلګو باندي حج کول د(دي) بیتي پرهغه چاچې قدرت لري دي ته دلاري ،اوهرهغه څوک چې کافرشو ل نوبي شکه الله بي پروادی له ټول عالم څخه ،
تفسیر: په دي بیته کې دالله جل جلاله دجمال یوه ځانګړي تجلی ده ،چې دهمدي تجلی له امله دحج داداء کولو لپاره هماغه بیته خاصه کړای شوي ده ، ځکه چې حج یوداسي عبادت دی چې هرعمل یې دهغه حقیقي محبوب عشق اوجذبي ښکاروي ، نوضروري ده هرهغه څوک چې د حقیقې محبوب دعشق دعوه لري اوله بدني اومالي حیثیته تردي مبارکې بیتې پوري درسیدلو توان لري لږترلږه دي په عمر کې یوځل ددغه محبوب دیارته حاضرشي،اودمین په شان دي دهغه په چارچاپیره کې طواف وکړي ،
اوهغه دمحبت مدعی چې دومره تکلیف ګاللوته هم تیارنه وي پوه شه چې هسي په دي دعوه کې دروغجن دی ،نوهغه ته اختیاردی هرچرته اوهرځای چې ګرزي اوځان له دومره سترنعمت څخه محروموي نومحروم دي کړي ، الله جل جلاله ده ته هیڅ اړتیانه لري ،اونه هغه دچاڅه پروالري ، که څوک یهود مري اوکه مشرک اوکه بل څه ،دالله جل جلاله هیڅ نه شي ورانولی ،
No comments:
New comments are not allowed.