که له یوه پلوه متعال خدای جل جلاله، دي امت ته دنورو امتونو په پرتله مختصره اوکوتاه زندګي ورکړي خو له بل پلوه يې ورسره بی ساري او عظیم احسانونه کړي چې په نورو امتونوکي هغه ډیر کم ترسترګو کیږی
ددی سترو او لويو احسانونو له جملی نه یو داده چې الله تبارک وتعالی ددي امت لپاره داسي خاص اوځانګړي مواقع اووختونه ټاکلي ( پیداکړي)چې په هغو کي په ډير کم بدني اومالي عباداتو بنده ته بې شمیره اجرونه أو ثوابونه ور کوي، او دزیاتو ګناهونو دعفوي سبب یې ګرزوي،اوهمدالله جل جلاله) دقرب اولازياتونعمتونودوصول سبب ګرزي،اوپه دی سربیره ددنيا اواخرت نوري ګڼې منافع اوګټي په کښی نغښتي دي ،
له همدي جملي نه يو هم دذي الحجةلمړۍ عشره ده،چې الله رب العزت خپلو بنده ګانوته په خپل مقدس کتاب قرأن کريم کې اوهم دهغه د محبوب پيغمبرحضرت محمد صلي الله عليه و اله وسلم ،په خوله مبارک ښودلي،اودي ته يې هڅولي چې دغه مبارکي شپي دالله تعالی عبادت په پوره خلوص اوتوجه سره وکوي
فقهاؤدمذهب هم ددغو شپو عبادت مستحب بللی،کما ذکرفی کتب الفقه ،فتاوی محمودیه/۲.۳۳۵.
(۱)وفي الحديث ،عن ابن عباس رضی الله عنه )قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ما من ايام العمل الصالح فيهن احب الی الله من هذه الايام العشرة ، رواه البخاری ،
ترجمه ،رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ،څومره چې نیک اعمال الله تعالی ته په دي لسو ورځو کې محبوب دي په نورو ورځو کې ورته دومره محبوب نه دي ،
(۲) علماءحضرات، ددي حدیث په تشریح کې لیکي ، لکه ځنګه چې دهفتې په اوو(۷) ورځو کې جمعه ، دکال په دولسو(۱۲) میاشتوکې روژه د روژي په درو (۳)عشرو کې اخېره عشره یو خاص فضیلت لري، همدا شان الله تعالی دذي الحجة لومړۍ لس(۱۰) ورځي هم دفضل او رحمت خاص اوځانګړي ورځي ټا کلي دي حج يی هم په همدي ورځو کي مقرر کړي دي،
بهرحال دادالله تعالی درحمت یوه ځانګړي عشره ده ،په دي ورځو کې الله جل جلاله ته دبنده هرنیک عمل زیات محبوب اود الله په نزد ستر اوعظیم ارزښت لري ،،رسائل مولانا رفعت ج۳-ص۱۱- بحواله معارف الحدیث ج۳- ص۴۱۷—
(۳)و روي عن معاذ بن جبل( رضی الله عنه)قال ، قال رسول الله (ص )قال من أحيأاللياليي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية وليلة العرفة وليلة النحر وليلة الفطروليلة النصف من الشعبان ،رواه الاصفهاني الترغيب والترهيب/۲۸۰ /۱/
ترجمه ، له معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه روایت ده فرمائي چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمايل : کوم څوک چې دغه پنځه (۵) شپی په عبادت سره ژوندۍ[روڼي] کړي،دهغه لپاره به جنت واجب شي،له هغو پنځو شپو څخه یوه هم دترویي (یعني د أتم شپه ده ،دویمه دعرفات شپه ده ،اودریمهدلوئي أختر شپه ده ،او څلورمه دکوچنی أختر شپه ده اوپنځمه پنځلسم (۱۵ ) دشعبان یعنی دبرات شپه ده
(۴)وايضا فی الترغيب والترهيب ج/۱/ص ۲۸۰، عن ابی امامة رضی الله عنه )عن النبی صلی الله علیه وسلم ، من قام ليلتی العيدين محتسبا لم يمت قلبه يوم تموت القلوب ، رواه ابن ماجه ،
ابو امامة رضی الله تعالی عنه روایت کويفرمايې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې داخترونو دواړي شپي داجر اوثواب په امید اوهیله په عبادت ژوندی کړي دهغه زړه به په هغه ورځ ونه مرې په کومه ورځ چې دخلګو زړونه (له سختي ویري اوهیبت دقیامت ) مرې،
(۵)علماء فرماي دقیامت ورځ هغه له هیبته او ویری ډکه ورځ ده چې خلګ به دزیاتې ویری له امله مرګ ته تر ژوند ترجیح ورکوی خو کوم څوک چې ددي ورځو په مبارکو شپو کي خپل زړه دالله تعالی په ذکر او عبادت ژوندی وساتي دقیامت په ورځ به ورته له مذکوره خوف اوویری آمن اوسکون ور په برخه شې .
اللهم ثبت اقدامنا، علی الصراط یوم تز ل الا قدام ،وابیض وجوهنا یوم تبیض الوجوه ،،امین،
هغه نصوص أودلائل)چې په فضيلت دلمړي عشري دذي الحجي کی وارد شوي په دوه (۲) قسم دي،
لومړی، هغه نصوص او(دلائل )ديچې په فضيلت دټولي عشري د ذي الحجې کي وارد شوي ،
دويم هغه نصوص أو(دلائل)دیچې په فضيلت د بعضو مخصوص ورځودعشري کی وارد شوي ،
فضایل یې له قرأن
له هغه نصوص او دلائلوچې دټوليعشريپه فضيلت وارد شويیو هم دا قول دالله تبارک وتعالی ده ،
(۱)والــفجر ولــيال عشـــرالاية (۱)سورة الفجر، پاره (۳۰)
علامه ابن جرير الطبري رحمه الله)پخپل تفسير الطبري) ج/۳۰ ص/۱۶۸ /کې ليکي داهل التاويل په دغوليال عشروکې اختلاف ده دبعضو په نزدله دغوليال عشرو څخه دغه لس (۱۰) ورځېيعني عشر ه اول دذي الحجې مراد دي،
فرمايې : قال ثنا ابن بشارثنا ابن ابي عديوعبد الوهاب ومحمدبن جعفرعن عوف عن زرارة عن ابن عباس رضي الله عنه ، قال هي لــيال عشــر الاول من ذي الحجة ،
(۲)اوهمدا ډول له عبد الله بن زبير، رضي الله عنه ،څخه رواية کوي،
قال حدثنييونس اخبرنا ابن وهب اخبرني عمر بن قيس عن محمد بن المرتـفع عن عبدالله بن زبيـــــر ، ولــيال عشــــر اول ذي الحجة الیيوم النحر ،
(۳)همدارنګه حضرت مولانا قاضي ثناءالله پاني پتي رحمه الله، په تفسير مظهري/۷ /۴۰۰ / ط رشیدیه ،کي ليکي له ليال عشرو څخه لومړی عشره دذي الحجة مراد دي ،
قال روي عن ابن عباس رضي الله عنه ، انها العشر الاول من ذي الحجة ، وهوقول قتادة ومجاهد والضحاک والسدي والکلبي عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، ما من ايام احب الی الله ان يتــعبد فيها من عشر ذي الحجة يعدل صيام کل يوم منهابصيام سنة وقيام کل ليلة منهابقيام ليلة القدر ، رواه تر مذي في باب صوم باب /۵۱ / وابن ماجه في الصيام ،باب /۹ / ۱۲
ترجمه ، له ابي هريرة رضي الله عنه څخه رواية ده فرمايې چې رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمايل: نده يوه ورځ له ورځوچې په هغه کي عبادت کول ؤ الله تعالی ته ډير خوښ اومحبوب وي تر ايام دذي الحجي ، دهريورځي دروژي ثواب يې دکال د روژو له ثواب سره برابرده اودهري شپي عبادت کول يې د ليلة القدر دشپي له عبادت سره برابراو مساوي ده،رواه ترمذي وابن ماجه ،!
(۴)اوعلامه ابن کثير رحمه الله هم پهابن کثیر/۶ /۴۴۹ / کي ليکي له ( ليال عشر) وڅخه عشر ه دذي الحجي مراد دي ،
قال وليالی العشر المراد بهاعشر ذي الحجة کا قاله ابن عباس وابن زبير ، ومجاهد ، وغيرواحد من السلف والخلف وقد ثبت في صحيح البخاريعن ابن عباس مرفوعا، ما من ايام العمل الصالح احب الی الله فيهن العمل من هذه الايام يعني عشر ذي الحجة قالو ولا الجهاد في سبيل الله قال ولاالجهاد في سبيل الله الارجلا خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلک بشئ، اخرجه البخاري والتر مذي وابن ماجه واحمد ،
ترجمه :-،له ابن عباس رضي الله عنه ، اوابن زبير ، اومجاهد،اوله نورو متقدمينو اومتأخرينو علماء څخه رواية کړ شوي ده اوپه بخاريشريف کي له ابن عباس رض)په مرفوع حديث رواية شوي ده ، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمائل، نشته يوه ورځ له ورځو چې په هغه کي نيک عمل ؤ الله تعالی ته زيات محبوب وي، تر دغه ورځو دذي الحجييعني تر عشرو دذي الحجي، صحابه ؤ عرض وکوليا رسول الله تر جهاد فی سبیل الله هم افضل ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ، وفرمايل تر جهاد في سبيل الله هم افضل ده ما سوي له هغه سړيچې دالله په لاره کي ووزي پخپل نفس اومال سره او هيڅ هم بيرته واپس اوستون نکړي ، رواه البخاري ، /۹۶۹ /وابو داود۲۴۳۸ /والترمذي ۷۵۷/
(۵)اوحضرت مولانامفتي محمدشفيع، رحمه الله ،په معارف القرأن کي ۱۴۹ /۳۰ / پښتو)کي په همدي اړه داسي لیکي ! دويم شيئ په کوم چې قسم دي دغه ليال عشره يعني لس شپي دي دحضرت ابن عباس رضی الله عنه اوقتادة ،مجاهد ،سدي ،کلبي ،ضحاک، دتفسيردامامانوپه نزد دذي الحجي اولني لس شپي مراددي، اوابوالزبيردحضرت جابر- رضی الله عنه - نه روايةکړي ده چې په خپله نبي کريم صلي الله عليه وسلم د(والفـــــجر ولـــيال عشــــر)، په تفسير کي فرما ئلي ديچې ددي نه مرادشپي دذي الحجي دي،
حضرت ابن عباس رض)فرمايي : چې دالسشپي هغه دي کومي چې دحضرت موسي عليه السلام په قصه کيذکرشوي(واتمـمــناهابعشــر)ځکه چې دا لس شپي دکال په ورځوکي افضلي دي ، امام قرطبي فرمايي :چې دحضرت جابر - رضی الله عنه - په ذکرشوي رو أيت سره دورځو غوره والی دعشره دذي الحجي معلوم شو ددي نه معلوميږي چې دحضرت موسي عليه السلام دپاره هم دالس شپي دذي الحجة مقررکړ شوي وي ، !!!
(۶)مفسرين علماء وايي په کوم شیئ چې الله عز وجل قسم کوي اصل دهغه شي تعظيم ته اشاره وي دلته هم الله عز وجل په ليال عشرو دذي الحجة او هم په ورځ دعرفه او په ورځ دنحريعني داخترپه ورځ قسم کړی پدي کي ددغو درو سرو تعظيم اوعظمت ته اشاره ده لکه علامه ابن کثير رحمه الله په ۴۵۰ /۶ / کي ليکي ،
قال الامام احمد حدثنا عياش بن عقبه حدثني خير بن نعيم عن ا بي زبير عن جابر رضي الله تعالی عنهم عن النبي صلي الله عليه وسلم ، قال ان العشر عشر الاضحي والوتر يوم عرفة والشفع يوم النحر ،
ترجمه ،له جابر رض)رواية فرمایې رسول الله صلي الله عليه وسلم ، وفرمائل ، عشره،، عشره داختر دي اووتر يوم عرفه ده ، اووالشفع يوم النحر ده،
فضایل یې له حدیثو ځخه
(۷)امام منذري رحمه الله په الترغيب والترهيب .۱ /۲۹۹ / باب فضیلةيوم عرفة،کي پدي ارتباط حديث نقل کړيفرمایې
وعن الاوزاعي رضي الله عنه ، قال بلغني ان العمل فياليوم من ايام العشر کقدرغزوة في سبيل الله يصام نهارهاويحرس ليلها الا ان يختص امرؤبشهادة قال الاوزاعي حدثني بهذالحديث رجل من بني مخزوم عن النبي صلي الله عليه وسلم، رواه البيئهقي ،
ترجمه، له امام اوزاعي رحمه الله څخه رواية فرمايي ما ته داخبره رسيدليچې نيک عمل په عشرو دذي الحجة کيددي د ثواب اندازه دونه ده لکه سړی چې دالله په لاره کي غزاء وکړي،دورځي له مخه روژه نيسي او دشپي له پلوه پيره داري کوي ، ما سوي له هغه سړيچې په شهادت خاص کړشي اوشهيدشي!
(۸) وايضا في التر غيب والترهيب ۱/۲۹۹ /عن سعيد ابن جبير ، عن ابن عباس رضي الله عنهماقال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، ما من ايام افضل عندالله ولاالعمل فيهن احب الی الله عز وجل ،من هذه الايام يعني العشر فا کثر وا فيهن من التهليل والتکبير وذکراللهوان صيام يوم منها يعدل بصيام سنة والعمل فيهن يضاعف بسبعمأةضعف،
ترجمه، سعيدا بن جبير له ابن عباس رض، هغه له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه رواية کوي فرمايي ، نده يوه ورځ له ورځوبهتره اونده يوعمل له اعمالوخوښ اومحبوب په نزد دالله تعالی باندي تر دغه عشرهؤ دذيالحجيتاسو تسبيح اوتکبيرواياست اوذکردالله تعالی په دغه ورځوکي زيات کوي ، اوديوي ورځي روژه ددغو ورځو، په ثواب کي ديوکال له روژو نيولو سره دبل وخت برابرده اوپه همدی ورځوکې دیو نيک عمل کولوپه بدله کې دنورو ورځوپه پرتله په اوه(۷۰۰)سوه درجي زیادة ثواب خداوند متعال) ورکوي، ،دعشرو دذي الحجي دفضېلت په ارتباط ډير زيات احاديث مبارکه موجود دي خو دلة په مذکوره احاديثو مبارکو اکتفاء کؤوځکه که ټول ذکر کؤو زيات طوالت ته رسيږي ،
اوهغه نصوص أو دلائل چې دبعضوځانګړو او مخصوص ورځودعشري دذي الحجة په فضيلت کی وارد شوي دي
داقول درسول الله صلی الله علیه وسلم ده ،قال صـيام يـوم عرفـة آه)
خو أولاباید داووایم چېلدغو مخصوص ورځو څخه يوه هم دعرفات ورځ ده چې دذي الحجي د(۹)ورځ ده/ دعرفی دورځي په فضېلت کي هم ګڼ شمیر احاديث مبارکه وارد شوي دهغو له جملي نه ، څوروايةذکرکوو،صاحب دمشکوةداحديث له ابي قتادة رض، څخه رواية کړي ده حديث دراز ده خو موږ مختصرا دحديث اخيري الفاظ نقل کوو،
(۱)قال صيام يوم عرفة احتسب علي الله ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده وصيام عاشوراء احتسب علي الله ان يکفر السنة قبله ،رواه مسلم، مشکوة ۱ / ۱۹۵ /باب صــيا م التــطـوع ،
ترجمه ، ابي قتادة رضی الله عنه وايي چې: رسول الله ص، و فرمائل دعرفات دورځي روژه نيول زه اميد لرمچې الله تعالی به دغه روژه دتیر شوی کال اواينده کال دګناهوکفاره کړي، اودعاشورا دورځي روژه نيول زه اميد لرم چې الله تعالی به دا کفاره کړي دتيرشوي کال دګناهونو،
/(۲)وعن عائشة رضي الله عنها،قالت ان رسول الله صلي الله عليه وسلم ،قال مامن يوم اکثر من ان يعتق الله فيه عبدا من يوم عرفة وانه ليدنو ثم يباهي الملئکة فيقول ما اراد هؤلاء ، رواه مسلم ،
ترجمه ،له عائشة صديقي رضی الله عنها رواية ده چې : رسول الله صلي الله عليه وسلم ، وفرمائل نده يوه ورځ له ورځو چې الله تعالی اذاد وي له عذاب ډير بندګان ماسوي دعرفات له ورځي او الله تعالی خپلو بندګانو ته نزدي کيږي اوباندي فخر کوي او خپلو ملئکه ؤ عليهم السلام ته وايې ؤګوري زما بندګان څه أراده لري په خپل عمل سره،
وفي الترغيب والترهيب /۲۶۰ /۱ ط سعیدیه،
(۳)عن ابي قتادة رضي الله قال سئل رسول الله صلي الله عليه وسلم ، عن صوم يوم عرفة قال يکفر السنة الماضية والباقية رواه مسلم في الصيام حديث (۱۹۶ /۱۹۷ /وابو داودفي الصوم باب ۵۳ /۶۲ / والترميذی فی الصوم باب۴۶/ ۴۷/ والنسائی وابن ماجه
ترجمه ، ابي قتادة رضی الله عنه فرمايي چې : له رسول الله صلي عليه وسلم څخه دعرفات دورځې دروژي نیولو په اړه سوال وشو، رسول الله يې په جواب کي وفرمايل ،دا کفاره ده دتير شوي کال اوراتلونکي کال دګناهونو!
(۴)وايضافي ۲۶۱ / ۱/الترغيب،ط،سعيديه :
عن سهل بن سعد رضي الله عنه ، قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم ، من صام يوم عرفة غفرله ذنب سنتين متتابعين ، رواه ابويعلي ، ورجاله رجال الصحيح ،
ترجمه ،له سهل بن سعد رضی الله عنه رواية دی وايي چې : رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ،کوم څوک چې دعرفي دورځي روژه ونيسي دغه شخص ته به ددؤ(۲) متصلو(پرله پوري )کلونوګناهونه ورعفوه کړشي
(۵)وفيدر المختار۳ /۶۰۳ / الجديد ، وجزم الشراح البخاري سيما العسقلاني رحمه الله ، بان عشر ذي الحجة افضل من العشرالاخير من رمضان ، ،
وفی الشامی ج ۳/ص/ ۶۰۴ / وقدصح عن رسول الله صلي الله عليه وسلم انه قال افضل ايام يوم عرفة اذا وافق يوم الجمعة وهو افضل من سبعين حجةآه وقال قبل هذه الاسطور، افضل ايام الدنيا ايام العشر لاجتماع امهات العبادات فيه وهي الايام التي اقسم الله بها بقوله والعشر وليال ، فهي افضل الايام العشر الاخير من رمضان علي ما اقتضاه هذا الخبر،
ترجمه ، شارح دبخاري علامه ابن حجر ،رح، وايي عشره دذي الحجة افضلي دي تر عشره اخير و درمضان ، او له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه په صحيح نقل ثابت شوي چې وايي افضل دورځو ددنیاورځ دعرفي ده چې موافق شي له ورځي دجمعي سره اوپه دغه ورځ حج کول تر(۷۰)حجونو بهتر ه ده ،،احسن الفتاوی فی بحث الحج
په ايام مخصوصه ؤدعشری دذي الحجي کي يوه هم يوم النحر يعني دلوي اختر ورځ ده اودغه ورځ د الله عز وجل په نزد زيات ارزښت لرونکي ده په دغه ورځ کييو ځانګړی عبادت چې هغه قرباني کول ده اودقرباني دحيوان وينه بهول دي، ترټولو عباداتو ،د الله تعالی په نزد محبوب ترين عمل ده ،دقرباني په فضيلت کي هم په ګڼ شمير احاديث مبارکه وارد شو ي ،
ومن الله التوفیق واسأل الله ان یجعله لوجهه الکریم امین
No comments:
Post a Comment