دحج لغوي معنی ده :القصدالی معظم . یعني دلوی کار دسرته رسولواراده ،غنیة المناسک ص\۱۰
اودحج شرعي معنی فتح القدیرداسې کړي : الحج الافعال المخصوصة من الطواف والوقوف في وقته محرما بنیة الحج سابقا الخ یعني حج دځینوځانګړواعمالو نوم دی لکه طواف ،په عرفات باندي په خپل وقت کې دریدل ،اواحرام چې دحج په نیت به یې له وړاندي کړی وي . هندیه ۱\۲۱۷ وغنیة ص\۱۰
دحج فرضیت اوحکم
حج دهجرة په ۶ یا۹کال باندي فرض شوی دی
حج داسلام ددین له ارکانوڅخه پنځم رکن دی ،چې په هرمکلف عاقل بالغ صاحب الاستطاعة باندي فرض دی ،
اودافرضیت یې په قرآن کریم ، سنة الرسول ،اجماع ،باندي ثابت دی :
دقرآن کریم څخه یې ثبوت په دي آیة باندي شوی : قال الله تعالی : وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (97)النساء
اوله حدیث څخه یې فرضیت دابوهریرة رضی الله تعالی عنه په دي روایت شوی دي :عن ابي هریرة رضی الله قال خطبنارسول الله صلی الله علیه وسلم فقال یاایهاالناس قدفرض علیکم الحج فحجوا. الحدیث رواه مسلم مشکوة ص\۲۲۱
ژباړه :ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمایې چې :پیغمبرصلی الله علیه وسلم موږته په یوه خطبه کې وفرمایل : ای خلګو په تاسوباندي دحج کول فرض شوي دي نوحج کوئ .
اواجماع دامت هم دحج فرضیت راغلي . همداراز دټول امت اجماع ده چې دحج منکر کافردی :في الهندیه ۱\۲۱۶فالحج فریضة محکمة ثبت فرضیتهابدلائل مقطوعة حتی یکفرجاحدهاالخ
دحج فرضیت په عمرکې یوځل دی
حج په عمرکې یوځل فرض دی یعني که یوتن دحج دکولواستطاعة اوقدرت ولري نوپه ټول عمرکې یوځل حج کول ورباندي فرض دی اونفلی حج هرڅوواره کولی شې .
عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم یاایهاالناس ان الله کتب علیکم الحج فقام الاقرع بن حابس فقال افي کل عام یارسول الله قال لوقلتها نعم لوجبت ولووجبت لم تعملوها ولم تستطیعوا والحج مرة فمن زاد فتطوع .رواه احمدمشکوة ص\۲۲۲-۲۲۱وفی الهندیه ۱\۲۲ولایجب الافي العمرمرة کذافي محیط السرخسی
مسئله :کله چې سړی دحج استطاعة اوتوفیق ولري [داستطاعت بیان به وروسته راشی ] نوسمدستي دي له هماغه کاله حج کوي اوبل کال ته دي نه ځنډه وي . اوکه یې بل کال ته ځنډول [په داسې حال کې چې غالب ګمان یې دژوندنه ؤ] حرام دي .
عن ابن عباس رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من ارادالحج فلیعجل .رواه ابوداود مشکوة ۲۲۲
وفي الهندیه ۱\۲۱۶وهوفرض علی الفور وهوالاصح فلایباح له التاخیر بعدالامکان الی العام الثاني والخلاف فیمااذاکان غالب ظنه السلامة امااذاکان غالب ظنه الموت امابسبب الهرم اوالمرض فانه یتضیق علیه الوجوب اجماعا کذافي الجوهرة النیرة .ومثله في غنیة المناسک ص\
مسئله :فرضي حج له شرعي عذرڅخه پرته بل کال ته ځنډول ګناه ده ،اوکه یې څوکاله پرله پسې بي عذره پریښود اوحج ته نه ولاړ نودغه تن فاسق ،مردودالشهادة ،دمکروه تحریمي ارتکاب کونکی ،اودواجبوایله کونکی ګڼل کیږی :
کمافي غنیة المناسک ص\۱۱فاذااخره الی العام الثاني بلاعذریأثم لترک الواجب ولوحج بعدذلک ولوفي آخرعمره ارتفع اثم التاخیر.......ولواخره سنین بلاعذریصیر فاسقا،مردود،الشهادة لان التاخیرصغیرة لانه مکروه تحریما وبارتکاب الصغیرة مرة لایصیرفاسقا بل بالاصرارعلیها،
مسئله : که په یوه تن حج فرض شوي وي اوپه کورکې یې موراوپلار خدمت ته اړتیادرلوده .اوبل څوک یې دخدمت نه درلودو نوبیادحج ځنډول شرعاجائزده ،اوکه یې دخدمت لپاره بل څوک درلودو یایې خدمت ته اړتیانه وه نوبیادحج ځنډول نه دي جائز ، او دمیرمني یواځيتوب یابیماري دحج دتاخیراوځنډولو شرعي عذرنه بلل کیږي ،همدارازخپله داسې ناجوړي چې حج ورسره کولی شی لکه سالنډي اوداسې نوري بیماری یا یخني اوګرمي دحج دتاخیرلپاره شرعاعذرونه نه بلل کیږي .
في غنیة المناسک ص\۱۲ في الکبیرعن التتمة من علیه الحج ومرضت زوجته لایکون عذرا في التخلف عن الحج ومرض الوالدوالوالدة یکون عذرا اذااحتاجاالیه، والولدالصغیر المحتاج الیه عذر في التخلف مریضا کان اولم یکن ، یمشي قلیلا فیضیق نفسه فیحتاج الی الاستراحة ثم یمشی قلیلافلایقدرالابعدالاستراحةوله زادوراحلة لایجوز له تاخیر الحج ، وکذااذاکان یضره الهواء البارد،وینجمدبلغمه ویضیق نفسه الخ .
No comments:
Post a Comment