Thursday, September 25, 2014

په اختر کښی روا کارونه او ناروا کارونه


عزتمندو مسلمانانو وروڼو او خويندو السلام علیکم و رحمة الله، 
اسلام یو پوره دين او د انسان د ژوند د تيرولو یوه کامل نظام دى چې د هر شي احکام او مسايل پکې شته، راځئ چې خپل اختر د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سنتو په طريقه سرته ورسوو. دا مضمون دوې برخې لري (١) په اختر کې ناروا کارونه (٢) په اختر کې روا کارونه.


هغه کارونه چې اختر لپاره د اختر په ورځ يې خلک کوي، چې ځان ساتل ترې لازم دي:


۱-  ږيرې کلول يا کمول او د سر ويښتان دکفارو په شان جوړول. 
۲-  داختر په ورځ او يا د اختر نه مخکې د نارينه وو او زنانه وو هديرو ته تلل، او په دې ورځو کې تلل خاص کول او هلته تلاوت خاص کول ناروا دي مګر په عامو اوقاتو کې ورته دعا‌ء، استغفار او بخښنه غواړه مرګ او آخرت رايادوه صدقات ورپسې کوه. 
۳-  د اختر لمونځ په عيدگاه کې نه اداء کول، چې په دې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سنت پاتې کيږي. 
۴-  د اختر له لمانځه وروسته ستړي مشي کول او مبارکي ورکول تر دې چې په مسجد کې يې کوي اګر که مخکې يې سلام او کلام کړى وي، چې د دې خاص کول ناروا دي. 
۵-  د زنانه وو تلل قبرونو، زيارتونو ناروا دي. 
۶-  جواري کول او په ټوپک ډزې کول ناروا دي. 
۷-  د اختر په ورځ د مړو دعاګانو ته تلل او هلته زاړه غمونه تازه کول، د دې په خاطر چې د مړى او د مړي والا اول اختر دى او د هغې د اختر خوشحالي په غم بدلول ناروا دي. 
۸- د اختر د لمانځه نه مخکې د خطبې ويل ناروا دي (صحيح البخاري ٩٨٩)
۹-  د ښځو بې حجابه او بې پردې ګرځېدل ناروا دي. 
۱۰-  د هغه بدعاتو او ناروا څخه ځان ساتل چې د اختر په ورځ يې بعضې خلک کوي لکه د خطبې نه اوريدل او په خاصه طريقه او الفاظو سره مبارکي کول او د اختر په ورځ غمونه کول..... چې د دې بدعاتو څخه ٧٤ په فتاوى الدين الخالص ٦ جلد ٣٠٦-٣١١ کې ذکر شوي دي. 
علماوو کرامو ته دا عرض دى چې د دې بدعاتو رد عوامو ته بيان کړي.



هغه کارونه چې مسلمانانو ته يې د اختر په ورځ کول پکار دي:


۱-  خپل ايمان، اعمال، اخلاق، آداب، معاملات، تعلقات، دوستانه، خپلولي د اسلام، قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو سره برابرول. 
۳-  د اختر لمانځه ته د تللو نه مخکې مسکينانو او فقيرانو ته صدقه الفطر(سرسايه) د خپل ځان او هغه چا له طرفه چې ته يې پرورش او خرچه کوې ورکول، چې هغه نيم صاع يا يو افغانى چارک غنم يا د هغې قيمت او که مالداره وي نو دوه چارکه مميز يا کجورې يا اوربشې دې ورکړي او دا به د اختر په ورځ د اختر د لمانځه څخه مخکې ورکوې

 (زادالمعاد، ج ١ ص ٢٢٢)

۳-  د اختر په ورځ غسل کول. 
۴-  ښايسته او پاکې جامې اغوستل، او خوشبويي لګول. 
۵- د سر او ږيرې په ويښتانو تيل لګول او مسواک وهل (فقه السنة)
۶- د لمر ختلو نه وروسته عيدګاه ته پياده تلل مستحب او سنت دي (که مشکلات نه وي) 
۷- د کوچني اختر په ورځ د ورځې په اول کې په طاق عدد کجورو سره افطار کول چې دا د رسول الله (ص) سنت دي (نور خوراکونه بيا وروسته کول) او په لوى اختر کې د لمانځه نه بعد د قربانۍ په غوښه افطار کول 
۸- په يوه لاره تلل او په بله راتلل تر څو: 
۱- په دواړو لارو سلام راشي. 
۲-  د دواړو لارو برکتونه او خيرونه حاصل شي. 
۳-  د دواړو لارو د حاجت والاوو حاجت پوره شي. 
۴-  په دواړو لارو کې اسلامي شعاير او نښې ښکاره شي. 
۵-  بې دينه او منافقان په دواړو لارو کې خفه شي. 
۶-  چې شعايرالله او د دين کارونه ښکاره شي. 
۷- : همدارنګه ډېرې لارې او قدمونه په انسان ګواهي ورکړي چې يا الله په دغه لارو ستا بنده ستا عبادت او دين لپاره تللى وو ته يې وبښه او سفارش يې قبول کړه ځکه چې کله انسان عبادت ته ځي نو قدم ايښودلو سره يې اجر دى او پورته کولو سره يې ګناه معاف کيدل دي ابن قيم وايي چې دا ټولې فايدې شته (د زيات تفصيل لپاره زادالمعاد د ابن قيم ١ جلد ١٧٩-١٨٢ صفحې پورې وګورئ)
۹-  د اختر لمونځ په عيدګاه کې سنت دى او په مسجد کې خلاف سنت دى ابن ماجه په ضعيف روايت کې نقل کړي رسول صلی الله علیه وسلم  د باران د وجهې نه په مسجد کې د اختر لمونځ وکړلو اګر که دا روايت ضعيف دى خو د باران په وجه په مسجد کې جواز لري. 
۱۰- ځوانان، نابالغه هلکان، زاړه، جينکۍ، حيض والا او پاکې ښځې هم عيدګاه ته تللى شي خو ماهواري والا به د عيدګاه څخه جدا کيږي چې د خير په دعا او وعظ کې برخه واخلي اګر که لمونځ به نه کوي (بخاري شريف)

No comments:

Post a Comment