Thursday, September 25, 2014

عمره کوونکى که له سر خرېيلو پرته له حرمه ووځي؟

استفتاء
زه عمرې ته لاړم هلته مي طواف او سعي وکړه،خو پرته له سرخرییلو زه جدې ته له احرام سره راغلم او بیا حرم ته له احرام سره لاړم او سرمي په حرم کي وخرییه،آیا جدې ته په راتګ باندي خو به په ما څه شی نه لازمیږي؟
عبد الولي ،کارت نو- کابل
الجواب
حامدا ومصلیا؛
پوښتل شوې مسئله کې تاسو بېرته حرم ته ستانه شوي یاست او په حرم کې مو سر خرېیلی دی ؛ نوځکه په تاسو هیڅ شی نه لازمیږي .
1-وفي صحيح البخاري 2/1189 ط : الطاف كراتشي،رقم 4410
عن نافع أن ابن عمر – رضى الله عنهما – أخبرهم أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – حلق رأسه فى حجة الوداع .
2-وفي الدر المختار مع رد المحتار 2/225 ط : رشيدية كويته
(أو حلق في حل بحج) في أيام النحر ، فلو بعدها فدمان (أو عمرة) لاختصاص الحلق بالحرم (لا) دم (في معتمر) خرج (ثم رجع من حل) إلى الحرم (ثم قصر) وكذا الحاج إن رجع في أيام النحر ، وإلا فدم للتأخير.
قال الشامي : ( قوله أو حلق في حل بحج أو عمرة ) أي يجب دم لو حلق للحج أو العمرة في الحل لتوقته بالمكان ، وهذا عندهما خلافا للثاني .
3-وفي تبيين الحقائق 2/375-376 ط : دار الكتب العلمية
قال رحمه الله ( أو حلق في الحل ) أي يجب الدم إذا حلق في الحل للحج أو العمرة……….وإن لم يحلق حتى خرج من الحرم ثم عاد فحلق فيه لا يجب عليه شيء في قولهم جميعا.
4-وفي بدائع الصنائع 3/102-103 ط : دار الكتب العلمية
وأما بيان زمانه ، ومكانه فزمانه أيام النحر ، ومكانه الحرم ، وهذا قول أبي حنيفة إن الحلق يختص بالزمان ، والمكان………….ولو لم يحلق حتى خرج من الحرم ثم عاد إلى الحرم فحلق أو قصر فلا دم عليه لوجود الشرط على قول من يجعل المكان شرطا .

آيا د کعبې په ليدلو حج فرضېږي؟

استفتاء
دا د رجب میاشت دی غواړم چي عمرې ته لاړ شم،خو ما داسي اورېدلي دي چي دبیت الله په لیدلو او دغه راز  د عمرې لپاره د احرام په تړلو سره حج فرض کیږي آیا دا خبره سهي ده؟حال دا چي زه اوس د عمرې کولو توان لرم،خو دحج کولو توان نه لرم .
عبدالله کابل
الجواب
حامدا ومصلیا؛
د عمرې احرام په تړلو او د کعبې په لیدلو حج نه فرضیږي البته که دحج کولو توان ولرئ بیا درباندې حج فرض دی څومره ژر چې شونی وي باید ترسره یې کړئ .
1-لما في الدر المختار مع رد المحتار 2/262 ط : حنفية كويته
أقول : وظاهره يفيد أن الصرورة الفقير لا يجب عليه الحج بدخول مكة ، وظاهر كلام البدائع بإطلاقه الكراهة أي في قوله : يكره إحجاج الصرورة لأنه تارك فرض الحج يفيد أنه يصير بدخول مكة قادرا على الحج عن نفسه وإن كان وقته مشغولا بالحج عن الآمر وهي واقعة الفتوى فليتأمل ا هـ .
قلت : وقد أفتى بالوجوب مفتي دار السلطنة العلامة أبو السعود ، وتبعه في سكب الأنهر ، وكذا أفتى السيد أحمد بادشاه ، وألف فيه رسالة .وأفتى سيدي عبد الغني النابلسي بخلافه وألف فيه رسالة لأنه في هذا العام لا يمكنه الحج عن نفسه لأن سفره بمال الآمر فيحرم عن الآمر ويحج عنه ، وفي تكليفه بالإقامة بمكة إلى قابل ليحج عن نفسه ويترك عياله ببلده حرج عظيم ، وكذا في تكليفه بالعود وهو فقير حرج عظيم أيضا .
2-وفي البحر الرائق 3/123 ط : رشيدية كويته
ويجوز إحجاج الصرورة ، ولكن يجب عليه عند رؤية الكعبة الحج لنفسه ، وعليه أن يتوقف إلى عام قابل ويحج لنفسه أو أن يحج بعد عودة أهله بماله ، وإن فقيرا فلتحفظ والناس عنها غافلون وصرح علي القاري في شرح مناسكه الكبير بأنه بوصوله لمكة وجب عليه الحج .
وفي نهج النحاة لابن حمزة هذه المسألة من كلام حسن فلتراجع .ما رأيته في الحامدية . ورأيت في بعض حواشي الدر المختار أنه أفتى بعدم وجوب الحج عليه مولانا العارف بالله تعالى الشيخ عبد الغني النابلسي لتلبسه بالإحرام عن الغير ووجود الحرج المرفوع لو أقام إلى قابل ، وألف في ذلك رسالة .
3-وفي تنقيح الفتاوى الحامدية 1/34 ط : قديمي كتب خانه
أقول وقد ألف سيدي عبد الغني النابلسي رسالة في ذلك جنح فيها إلى عدم الوجوب .

د حج جمرات په ليندۍ ویشتل

استفتاء
سلامونه!روغ رمټ به یاست
نن سبا په فیس بک کې د یوه بابا عکس ښکاره کیږي چې د لېندې په مټ په منی کې جمرات ولي،دغه عکس ډېر زیات خلک خوښوي او همداراز یې شیر کوي،سوال داده چې آیا د لېندې په مټ جمرات ویشتلو سره واجب ادا کیږي؟
احمدګل،قندوز
الجواب
حامدا ومصلیا
جمرات په لاس ویشتل ضروري دي،په لېندې (غولکه) ویشتلو سره واجب نه ادا کیږي .
بحواله دحج لارښود۳۸۶ ط :افغان بنسټ
1-وفي الفقه الإسلامي وأدلته 3/239 ط :دار الفكر
شروط الرمي :…………أن يكون الرمي بيد،ويكون المرمي عند الجمهور حجرا اتباعا للسنة،فلا يكفي الرمي بقوس،ولا الرمي بالرجل ولا بالمقلاع،ولا بالطين .
2-وكذا في معلم الحجاج 199 ط :البشرى كر اتشي

مالداره که په ژوند کې حج ونه کړي؟

  استفتاء
که یوڅوک غني وي او دغنا په شپوکي کوښښ وکړي چي حج ته لاړشي ،خوبریالی نه سي او بیا مړ سي،اووصیت ته هم وخت پیدا نه کړي،آیا له نومړي څخه دحج فرضیت ساقطیږي؟
عبدالرحمن،کابل.
الجواب
حامدا ومصلیا؛
له فرضیت وروسته حج په خپل وخت کې اداکول ضروري دي خو که څوک یې دکوم عذر له کبله په خپل ژوند کې ترسره نشي کړی؛ نودحج وصیت پرې واجب دی څو بل تن ترې حج اداکړي او که وصیت یې نه وي کړی او وارثان یې ترې حج وکړي؛ نو انشاء الله پرې غاړه به یې خلاصه شي.
1-قال الله تعالي : ولله علي الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا((ال عمران رقم اية 97))
2-وفي أحكام القرآن للجصاص 2/22 ط : دار الكتب العلمية
فثبت بذلك أن من شرط الاستطاعة إمكان الوصول إلي الحج. وهؤلاء وإن لم يلزمهم الحج بأنفسهم إذا كانوا واجدين للزاد والراحلة،فإن عليهم أن يحجوا غيرهم عنهم،أعني المريض والزمن والمرأة إذا حضرتهم الوفاة فعليهم أن يوصوا بالحج،وذلك أن وجود ما يمكن به الوصول إلي الحج في ملكهم يلزمهم فرض الحج في أموالهم إذا لم يمكنهم فعله بأنفسهم،لأن فرض الحج يتعلق بمعنيين:أحدهما بوجود الزاد والراحلة وإمكان فعله بنفسه،فعلي من كانت هذه صفته الخروج.والمعني الآخر:أن يتعذر فعله بنفسه لمرض أو كبر سن أو زمانة أو لأنها امرأة لا محرم لها ولا زوج يخرج معها،فهؤلاء يلزمهم الحج بأموالهم عند لإياس والعجز عن فعله بأنفسهم.
3-وفي جامع الترمذي 1\378 ط :الطاف ايند سنز رقم 812
عن علي قال : قال رسول الله عليه وسلم : “من ملك زادا وراحلة تبلغه إلي بيت الله ولم يحج فلا عليه أن يموت يهوديا أو نصرانيا ’وذلك أن الله يقول في كتابه : ولله علي الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا.
4-وفي مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح 5\426 ط : دار الكتب العلمية
عن ابن عباس (قال) أتي رجل النبي صلي الله عليه وسلم فقال : إن أختي نذرت أن تحج وإنها ماتت فقال النبي صلي الله عليه وسلم : لو كان عليها دين أكنت قاضية؟ قال : نعم قال : فاقض دين الله فهو احق بالقضاء. متفق عليه.
قال الملا علي القاري(قال فاقض دين الله فهو أحق بالقضاء) أي من دين العباد وهذا الإجمال لا ينافي التفصيل الفقهي عندنا أنه إنما يجب الا حجاج علي الوارث إذا أوصي الميت وإلا فيكون تبرعا.
5-وفي مرقاة المفاتيح 6\228 ط : دار الكتب العلمية
عن ابن عمر رضي الله عنه قال : قال رسول الله عليه وسلم :ماحق امريء مسلم له شيء يوصي فيه يبيت ليلتين إلا ووصيته مكتوبة عنده . متفق عليه.
قال الملا علي القاري : لا ينبغي له أن يمضي عليه زمان وإن كان قليلا في حال من الأحوال إلا ان يبيت بهذه الحال’وهي أن يكون وصيته مكتوبة عنده لأنه لا يدري متي يدركه الموت.
6-وفي الدر المختار مع رد المحتار 2\153-259 ط : حنفية
الاول شروط الوجوب وهي التي اذا وجدت بتمامها وجب الحج و الا فلا وهي سبعة الاسلام والعلم بالوجوب لمن في دار الحرب والبلوغ والعقل والحرية والاستطاعة والوقت أي القدرة في أشهر الحج أو في وقت خروج أهل بلده علي ما يأتي . والنوع الثاني شروط الاداء وهي التي ان وجدت بتمامها مع شروط الوجوب وجب أداءه بنفسه وان فقد بعضها مع تحقق شروط الوجوب فلا يجب الاداء بل عليه الاحجاج أو الايصاء عند الموت وهي خمسة سلامة البدن وأمن الطريق وعدم الحبس والمحرم أو الزوج للمرأة وعدم العدة لها…..قال الشامي : ففي مناسك السروجي : لو مات رجل بعد وجوب الحج ولم يوص به فحج رجل عنه أو حج عن أبيه أو أمه عن حجة الاسلام من غير وصية,قال أبو حنيفة : يجزيه إن شاء الله ,وبعد الوصية يجزيه من غير المشية.
7-وفي مناسك الملا علي القاري 74 ط : حقانية بشاور
(الثالث)أي من شرائط الاداء علي الصحيح كما ذكره ابن الهمام(عدم الحبس)أي بالفعل(والمنع)أي باللسان(والخوف)أي بالقلب(من السلطان)أي الذي يمنع الناس من الخروج إلي الحج.ففي الكفاية : والخائف من السلطان كالمريض،لوجود المانع،ونقل عن شمس الإسلام أن السلطان ومن بمعناه من الأمراء ذوي الشأن ملحق بالمحبوس في هذا الحكم،فيجب الحج في ماله،يعني إذا كان له مال غير مستغرق لحقوق الناس في ذمته دون نفسه.
8-وفي بدائع الصنائع 3\47 ط : دار الكتب العلمية
ومنها (الشرائط) : صحة البدن فلا حج علي المريض ,والزمن,والمقعد,والمفلوج,والشيخ الكبير الذي لا يثبت علي الراحلة بنفسه,والمحبوس,والممنوع من قبل السلطان الجائر عن الخروج إلي الحج ’لأن الله تعالي شرط الاستطاعة لوجوب الحج,والمراد منها استطاعة التكليف,وهي سلامة الأسباب والآلات,ومن جملة الأسباب سلامة البدن عن الآفات المانعة عن القيام بما لابد منه في سفر الحج,لأن الحج عبادة بدنية,فلا بد من سلامة البدن,ولا سلامة مع المانع.
والله سبحانه وتعالي أعلم بالصواب
عبد الرؤف قاسمي
29 ربيع الثاني 1434
الجواب صحیح

د حج د اداکولو طريقه (لنډ او مفصل(

 دحج د اداکولو طريقه
کله چې حاجي مقيات ته ورسي نو له هر څه لومړي بايد اودس يا غُسل وکړي غسل کول غوره دي، بيا احرام (يولنګ او يو څادر چې نوي يا منځل شوي وي) واغوندي او خوشبوئي به هم ووهي، دوه رکعته لمونځ د اداکولو وروسته به د حج نيت وکړي د نيت په پای کې به تلبيه ووايې او د تلبيې په الفاظو کې به کمی نه راولي .
کله يې چې تلبيه وويله نوحاجي پوره محرم شو او د عبثوخبرو، جنګ کولو، حلالي کولو ښکار کولو، خولۍ او پګړﺉ په سر کولو، سر اومخ پټولو، خوشبويي استعمالولو، ويښتانوخريلو، نوکانو اخيستلواو داسې موزو په پښو کولو څخه چې ښنګري پټوي بايد ځان وژغوري.
حمام ته ننوتل، غسل کول او د ملا څخه هميانۍ تړل ورته روا دي .
کله چې حاجې احرام وتاړه نو په هر لمانځه پسي به تلبيه ډېره ډېره وايې او هم به اوچتو ځايونو ختلو او ښکته کېدلو په وخت کې تلبيه وايي .
څه وخت چې مکي ته ورسيد کعبې ته به لاړشي او د هغې په ليدلو به تهليل او تکبير داسې ووايي: لااله الاالله والله اکبر، بيا به حجرالاسود ته مخ واړوي تکبير، تهليل او درود به ووايي، وروسته له هغې به لاسونه غوږونوته پورته کړي او که توان اوقدرت يې وي حجرالاس حجرالاسود به ښکل او مسحه کړي .
بيا به د بيت الله شريف او حطيم (حطيم هغه ځاي دي چې په بيت الله پورې اړه لري) په چاپير له ښي خوا نه په طواف شروع وکړي او اوه ګردشه به پوره کړي په داسې ډول چې په دريو لومړيو ګردشونو کې به پهلواني تګ کوي او په نورو څلورو ګردشونو کې به په عادي حال ګرځي .
که وسه يې کېدله نو په هرګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسېدو سره هغه ښکل او مسحه کړي او که وسه يې نه وه نو مخامخ به ورته ودرېږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څېر اشاره کوي .
دا طواف سنت دی او د طواف قدوم په نامه يادېږي .
هرکله چې له طواف څخه وزګار شي نو بيا به دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهيم او يا  دجومات بل داسې ځای کې وکړي چې هلته امکان لري .
وروسته له هغو به په صفا وخېږي او د بيت الله په لور به مخ کړي، تکبير، تهليل او درود به ووايي او د لاسونو په پورته کولو سره به خپل ځان او نورو ټولو مؤمنانو ته د خير دعا وکړي. بيا به په عادي تګ سره مروي ته کوز شي. کله چې د صفا او مروي منځ ته ورسېږي نو د ميلين احضرين (دوه شنوڅلو) ترمنځ به سعي او منډه وکړي او مروي ته به د رسېدو په وخت کې د بيت الله په لور مخ کړي او د صفا دعا ګاني به وکړي .
د صفا او مروي تر منځ تګ راتګ چې له صفا نه يې پيل کوي او په مروي يې ختموي ټول اوه ګردشه پوره کوي په داسې ډول چې هر ځل تګ يو ګردش او بېرته راتګ بل ګردش شمېرل کېږي .
د ذي الحجي د اتمې ورځې مناسک:
حاجي به د ذي الحجي د اتم ورځې (چې د ترويه ورځ يې بولي ) د سهار د لمانځه نه ورسته مینا ته لاړشي او نهمه شپه به هلته په مینا کې وکړي .
د ذي الحجي د نهمي ورځې مناسک: حاجي به د ذي الحجي په نهمه ورځ عرفات ته لاړشي او د لمر د زوال نه وروسته به د ماسپښين او مازديګرلمونځونه په يو آذان او دوه اقامتونو سره په يو وخت کې په جماعت وکړي او که چا په يواځې ځان سره بې له جماعت لمونځ کاوه نو د هر وخت لمونځ به بېل بېل او په خپل وخت اداکړي .
بيا به د عرفات په غونډۍ چې جبل الرحمت نوميږي ودريږي او په پوره عاجزۍ او زارۍ سره به د خير دعاګانې وکړي .
د بطن عُرينه نومي ځاي نه پورته د عرفات نور ټول ميدان د موقف (د دريدو ځاي) دي، کله کله چې لمر پريوځې نو حاجي به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شي او هلته به د مشعرالحرام سره نژدي شپه وکړي ځکه چې په دغه ځاي کې شپه کول مستحب دي .
همدلته به حاجيان د امام سره يو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو اذان او يو اقامت په جماعت سره وکړي. خو که چا د ماښام لمونځ په لار کې يوازي کړي ؤ نو بيا پرې د لمانځه ګرځول لازم دي څو دامام سره يې په جماعت ادا کړي .
د ذي الحجي د لسمي ورځې مناسک :
کله چې په مزدلفه کې په حاجيانو سبا شي نو په تياره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړي اوخپل ځان او نورو مسلمانانو ته به دعا وکړي. پرته له بطن محسر څخه د مزدلفې ټوله ځمکه موقف (د درېدو ) ځای شمېرل کېږي. بيا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ويشتلو لپاره د مینا په لور روان شي اوهلته به په اوو کاڼو جمره وولي .
کله چې له جمري ويشتلو نه وزګار شي نو بيا به ذبح (حلاله )وکړي او خپل سر او سنت به هم وخروي. بيا به مکي ته راشي طواف زيارت به وکړي، اوس د احرام ټولې پابندي ختمي شوي .
د اختر له درېيمې ورځې نه وروسته د دې طواف کول مکروه دي او په وروسته کوونکو يې دم لازميږي .
د ذي الحجي د يوولسمي او دولسمې ورځې مناسک :
حاجيان به په دغو ورځو مینا ته ځې او د زوال نه وروسته به درې واړه جمري ولي د جمرو ويشتلو په وخت کې به تکبيرونه وايې او بيا به دعا کوي د جمري ويشتل به له هغې جمري څخه پيل کوي کومه چې مسجد حنيف ته نژدي ده. په پای کې به د عقبی جمره وولي بيا به بېله ځنده مکې ته ځي او په محصب نومي ځای کې به کوز شي او حرم ته به ننوځي او د بيت الله شريف طواف به پرته له پهلوانۍ وکړي. دا طواف په اطرافي حاجيانو واجب دي او د طواف وداع په نوم يادېږي .
په مکه کې په اوسيدونکو حاجيانو باندې دا طواف نشته .
ښځه په ټولو ذکر شوو حالاتو کې د نر په شان ده، خو د نر سره دومره فرق لري چې ښځه سرنه لوڅوي، آواز به نه اوچتوي، د ميلين احضرين ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې به سعي او منډه نکوي، سربه نه خروي او په ټولو مراسمو کې به مخ سوڅ ساتي مګر د مخالت کولو په صورت ورباندې دم يا صدقه لازميږي .
د حج ارکان، واجبات او سنتونه
الف- د حج ارکان: هغه افعال دي چې که له حاجي څخه پاتې شي نوحج يې نه صحيح کېږي اوهغه دري دي 1- په عرفات دريدل 2- طواف زيارت يا افاضه 3- احرام
د حج واجبات :
1-       له مقياتو څخه احرام تړل
2-      په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .
3-      د طواف نه ورسته دوه رکعته لمونځ کول .
4-      په اوداسه سره طواف کول .
5-      د حجرالاسود نه په طواف پيل کول .
6-      د بيت الله او حطيم په چاپير طواف کول .
7-      په طواف کې بل چا ته زحمت نه رسول .
8-      سعي د صسعي د صفا څخه شروع کول او په مروي پاي ته رسول .
9-      په سعي کې اوه کردشه پوره کول .
10-    د عرفي د ورځي د زوال نه ورسته تر ماښام پورې په عرفات ودريدل .
11-   په مزدلفه کې د مشعرالحرام سره يوه شيبه ودريدل .
12-   د اختر په ورځو کې د عقبي جمرې ويشتل .
13-   د حج يا عمرې په پاي کې د ويښتانو خريل يا لنډول .
14-   د اختر په اوله ورځ قرباني کول (د څاروي حلالول) اول ذبح بيا د ويښتانو خريل
15-   د صفا او مروي د سعي کولو لپاره نيت کول .
16-   طوا ف صدر کول
که له حاجي څخه کوم واجب عمل ترک شي نو دم (د څاروي حلاول ) پري لازمېږي که يې دا په توان کې نه وي يعني اقتادی توان ونه لري نو لس روژي به نيسي دري ورځې په مکه کې او پاتي چې کله کور ته ورسيږي .
د حج سنتونه
1-       د احرام تړلو لپاره غسل .
2-      طوا قدږم کول .
3-      د احرام تړلو په وخت کې خوشبويي استعمالول.
4-      تلبيه ويل
5-       په هغه طوا کې د پهلوانۍ پيښي کول چې وروسته ترې د صفا او مروی سعي کيږي .
6-      په طوا کې د پيهلوانۍ پيښي کول .
7-      د طوا يت کول .
8-      د طواف ګردشونه .
9-      د طوا ګردشونه په پرله پسې ټوګه سرته رسول .
10-   د سعي ګردشونه په پرله پسي ډول کول .
11-   د عرفات لپاره په منا کې شپه کول .
12-    په عرفات کې د ماسپښين او مازديګر لمونځونه يو ځای د ماسپښين په وخ په حماعت ادا کول .
13-   تر عرفات وروسته په مزدل کې شپه کول
14-   په عرات کې د صخري (ډبرين ځای)سره ودرېدل

حج فوايد او تاريخي قدامت!

حج دوه ډوله گټې لري: ټولنيزې گټې او شخصي گټې:
ټولنيزې گټې: حج د مسلمانانو د پيژندنې او د دوى ترمينځ د ايماني ورورگلوۍ د ټينگښت او پياړوتيا يوه ښه وسيله ده، حج مسلمانانو ته دا ښيي چې دوى ټول پرته له کوم ژبني، کلتوري او ټولنيز توپيرونه له يو شان حقوقو څخه برخمن دي او يو پر بل لومړيتوب د هغوى د ژبې، رنگ، او هيواد پربنسټ نه، بلکې د پرهيزگارۍ تقوى پراسا دى، همدارنگه حج مسلمانان دې ته هڅوي چې په خپل مينځ کې ټولنيزې کلتوري او اقتصادي اړيکې لا پياوړي او د دښمن پرضد د يو گوند دريځ غوره کاندي، حج د اسلام د خپرونې لپاره ښه زمينه ده، که رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې فرصت څخه د گټې اخستلو پرمټ وتوانيد چې د خپل دعوت په بنسټ يو اسلامي هيواد تشکيل او بنست يې کيږدي او ددغه دعوت پايلې په اسلامي تاريخ کې د عقبې لومړى او دوهم بيعت په نوم ياديږي، د دنيا د گوډ گوډ مسلمانانو سره د تعارف او پيژندگلوۍ صورت نيسي، چې دا بغير د حج نه محال او ناممکن وي او همدارنگه د حج شخصي گټې، حج د انسان نفس پاکوي، حج په انسان کې اخلاص پيدا کوي کوم چې د انسان د معنوياتو د لوړوالي يو ښه لامل دى، حج د الله پاک څخه د بنده هيلو ته پياوړتيا ورکوي دغه راز ايمان او هغې ژمنې ته چې په عالم ارواح کې يې له انسانانو څخه اخستل شوې ده هم پياوړتيا بخښيو حج د توبې مرستندو په عبادت دى چې مسلمان پر خپلو گناهونو پښيمانتيا او خفگان ته جوگه کوي او الله جل جلاله څخه يې بخښنې ته اړ باسي، حج مسلمان ته د عزت تير تاريخ ور په زړه کوي څو په خپل راتلونکي ژوند کې د خپلو اسلافو پر پل پل کيږدي او د هغوى په څير په دواړو جهانونو کې برياليتوب څخه برخمن شي، د حج مفردنو او سفرونو په شان يو سفر دى چې مسلمانان صبر او زغم ته چمتو کوي او د اسلام لپاره هر ډول قرباني او فداکارى ته يې هڅوي، حج د عبادت د يوې ترتيب شوې لړۍ نوم دى چې مسلمان ته د ژوند په چارو کې د مهالويش سپارښتنه کوي څو يې ارزښتناک وخت له ضياع څخه وژغورل شي، بله گټه يې داده چې د حج په مرسته مسلمان د الله جل جلاله د نعمتونو، لکه شتمني، بدن او روغتيا شکر ادا کوي کوم چې عقلا او شرعا پر مسلمان واجب دى، څرنگه چې په هر دين او ملت کې يو داسې عبادت شتون لري چې په ترڅ کې يې د هغه دين ټول منونکي يوځاى خپل ديني مراسم ترسره کوي او له هغو سپيڅلو ځايونو څخه کتنه کوي چې ديني ارزښتونه ورسره تړلي وي، لکه يهوديانو به له ميلاد دمخه په څوارلسمه پيړۍ د خپل وس سره سم له ځان سره سوغاتونه او ډالۍ اخيستې او هغه ځاى ته به د حج لپاره تلل چې تابوت العهد پکى و، عيسايان د خپل حج مراسم په بيت المقدس او ((تريف)٩ نومې کليسا کې ترسره کوي تريف کليسا به روم کې موقعيت لري او په اړه يې عيسايان عقيده لري چې د عيسى عليه السلام کميس په همدې کليسا کې خوندي شوي هندوان عبادت خپل کلنى مراسم د ((کنگا)) او ((جمنا)) رودونو پر غاړه ترسره کوي، سپيڅلى اسلام په الهى لارښوونو ولاړ خپلو منونکو ته يو داسې عبادت ورکړچې د مسلمانانو د يوالي څرگندونې سره سره د هغو سپيڅلو ځايونو ليدنه پکې شتون لري څو د الله هغه کور (کعبه) په عبادت اباد کړي کوم چې د دوى ستر نيکه ابراهيم عليه السلام الهى وحماسره سم د حنفي دين مرکز ټاکلى و، څو خپل تير تاريخ ياد په زړه کړي او د خپل ستر نيکه هغه سرښندنې چې د الله په لار کې يې ورکړې وې هر کال ژوندى او هغه ته ښودل شوى عبادت هر کال ترسره کړي.
 
حج فوايد او تاريخي قدامت!  

د غريبانو لپاره وړيا حج او عمره

حج چې د اسلام د مبارک دين يو له مهمو او اساسي ارکانو څخه دى او د ځنو شرايطو لاندې په مسلمانانو د لمانځه په څير فرضيږي، متاسفانه پدې وروستيو کې دا فريضه زموږ په بېسواده ټولنه کې او حتى په ځنو پوهانو کې هم د تربورۍ او رقابتونو قرباني شوې. بې له دې چې دوې په دې وپوهيږې چې الله جل جلاله د حج په اړه څه وايې؟ حج يې په چا فرض کړى؟ او په کومو شرايطو بايد حج وشي، زموږ په افغاني ټولنه کې اکثريت د حچ په ارزښت او اسلامي اهميت نپوهيږي، ځکه خو څوک حج ته د تلو اراده نلري او که څوک يې اراده وکړي او حج ته تلل غواړي هم د تربورۍ او رقابت لپاره د حج د فريضى د اداء کولو لپاره زړه ښه کوي، دا زموږ په ټولنه کې عام شوې چې که کوم څوک حج ته ځي نو نور خلک په ځانګړي ډول هغه څوک چې له دوي سره رقابت لري، ديته هڅيږي چې د حج لپاره د سعودي عربستان چکر ووهي. دا که کوم څوک يا د نوم لپاره يا د خداى لپاره حج ته ولاړ شي، د ده سره نور کليوال هم په دې فکر کې کيږي چې فلانى او فلانى د حج لپاره کعبې ته ولاړل او زه پاته يم؟ زه خو هم له هغوي څه کم نه يم، زه ولې حج ته ولاړ نشم؟. داسې يو رقابتي فکر دوي ديته هڅوي چې حج ته ولاړ شي، بې له دې چې په دې وپوهيږي چې د حج ته تلو وړ دى او کنه؟ او يا حج پرې د اسلام له نظره فرض شوى دى او کنه؟ حج ته ځي، همدا رقابت دى چې ډيرى داسې خلک هم پيدا کيږي چې پيسې قرض او پور کوي او حج ته پري ځې ترڅو دا رقابت پوره کړي. کله چې زموږ خلک پيسې قرض کوي او حج ته پرې ځي بايد دا هيره نکړي چې الله تعالى فرمايې: (ولله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا ومن کفر فان الله غني عن العالمين) سورت: ال عمران آيت: ٩٧. ژباړه: او دپاره د الله (جل جلاله) پر خلکو باندې حج د بيت الحرام فرض شوى دى د هغه چا لپاره چې طاقت او مالي قدرت ولري د دې فريضې د اداء کولو لپاره. او هغه مالدار کس چې مخ اړوي او يا کافر شي په تحقيق سره الله (جل جلاله) ډير غني دى تر خپلو مخلوقاتو. همدا لاملونه دي چې زموږ حاجيان نه له حج څخه لازم درس اخلي، نه د کعبې د ليدو په خوند پوهيږي او نه هم د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت ورته کوم ځانګړي اهميت لري. ډير کله داسې هم شوي چې زموږ حاجيان د حج لپاره سعودي ته تللي، خو په حج نه پوهيږي او هلته داسې کارونه کوي چې نه په حج کې شته او نه هم په اسلام کې. داسې ډيرې عجيبې او نا اشنا کېسې زموږ حاجيانو له ځان سره د حرم له ديار څخه راوړي چې په اوريدو به يې حيران شى. ماته يو داسې سړي چې دا ډير کلونه د حج په موسم کې په مکه کې يې د حاجيانو سره کار کړى وويل چې زموږ يو افغان چې له خپلې مور سره حج ته راغلې و، د سر خرييلو پر مهال يې د خپلې مور سر هم پرې خرييلى و!!!، دا يوه کيسه نده داسې په زرګونو کيسې شته چې زموږ د حاجيانو جهل او د حج په اړه پکې د دوې ناپوهي ښکاره کوي. دا داسې حجونه دې چې نه په حاجې کومه اغيزه لري او نه يې په ژوند کې بدلون راولي، داسې حاجيان چې کله له حج څخه را درومي پرځاې د دې چې د حج د لويې فريضي د خوند په اړه څه ووايې داسې پوچې خبرې کوې چې په ويلو به يې ښايې د مسلمان اسلام تر پوښتنې لاندې راشي. کله چې يو حج د رقابت يا کومې بلې موخې لپاره ترسره شي، نه پکې خوند وي او نه هم ثواب. داسې حيرانوونکې کيسې زموږ حاجيان کوي چې له حج څخه د سړي زړه توروي، له يو حاجي څخه چې نوى له حج څخه راغلى و چا وپوښتل چې حج څنګه خوند لري او د حج ځاى څنګه ځاى و؟ حاجي صيب ورغبرګه کړه چې حج داسې خوند او ځاى لري چې خداى دې مسلمان ترې ساتي!!!. کله چې څوک د حج په قدر او اهميت ونه پوهيږي، طبعا هغه داسې کارونه کوي چې د حج د اصولو مخالف وي خو ده ته څه نه ښکاري، زموږ د حاجيانو بل مشکل دادې چې هغوي د حج په اخلاقو نه پوهيږي او هلته له نورو سره جنجال او ښکنځلې هم کوي، پدې اړه الله جل جلاله فرمايې: (الحج اشهر معلومات فمن فرض فيهن الحج فلا رفث ولا فسوق ولا جدال في الحج…) سورت البقره آيت ١٩٧. ژباړه: حج د پاره مياشتې دي معلومې هر هغه چا باندې چې فرض شو دا حج نو په کار ده چې په دې مياشت کې (د حج په مراسمو کې) نه دي جماع کوي، نه دې د فسق او فساد اعمال ظاهر کوي او نه دې جنګ او جدال کوي په حج کې. زموږ ځينې داسې حاجيان بيا دا عادت هم لري چې که له نوم سره دې د حاجي صاحب کلمه هم ياده نکړه جګړه درسره کوي، پداسې حال کې چې نه يې ، حج کړى وي او نه پکې د حج اخلاق پيدا شوي وي. پدې بايد لوستونکي ځان وپوهوي چې له دې ليکنې څخه زما موخه دا نده چې لوستونکي له حج څخه زړه تورن کړم، زه وايم دې کې شک نشته چې داسې ډير خلک زموږ په ټولنه کې شته چې حج کولو ته ډير لېواله دي، پرې پوهيږي هم او يواځې د الله د رضا لپاره او د فريضې د سرته رسولو لپاره يې اداء کوي، خو هغه کسان چې د نوم، رقابت او تربورۍ لپاره حج اداء کوي هم لږ ندي او دا زموږ د ټولنې يو جدي مشکل دى، چې پوهان بايد ورته جدي پاملرنه وکړي. زما دا ليکنه هغه چاته ده چې د حج کولو ډير شوق لري او حج د ثواب په نيت تر سره کوي. داسې څوک چې د ثواب لپاره د حج سره مينه لري او د تلو وس يې نلري په دې ليکنه کې ورته د لنډ حج لاره چې د يو حج او يوې عمرې پوره ثواب په بدل کې ورکول کيږي يوه آسانه لاره ښودل شوې ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه چا لپاره چې غواړې په لږه موده کې د يو حج او يوې عمرى پوره پوره اجر او ثواب ترلاسه کړي وايې: ( من صلى الفجر في جماعة ثم قعد يذکر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى رکعتين کأجر حجة و عمرة تامة تامة.) ژباړه: څوک چې د سهار لمومځ له جماعت سره ادا‌‌ء کړي او بيا کښېنې او تر لمر ختو د الله ذکر وکړي بيا دوه رکعته لمونځ وکړي الله به ورته د يو حج او يوې عمرې پوره پوره اجر ورکړي. اوس که څوک د حج او عمرې د ثواب د لاسته راوړلو ليواله وي، دا يوه لنډه او آسانه لار ده، په دې اړه هيڅ څوک کومه پلمه نشي کولى، غريب او مالداره دواړه دا کار کولى شي. الله جل جلاله دې لومړى ماته په دې ليکنه د عمل توفيق راکړې او بيا له تاسو لوستونکو هر يوه څخه هيله لرم چې د ليکنې په لوستو سره ځانته د يو حج او يوې عمرې اجر او ثواب په لنډه او آسانه طريقه ترلاسه کړئ.
 
د غريبانو لپاره وړيا حج او عمره  

د حج نيت او د حج ډولونه

حج درې فرضونه لري: ۱- د احرام تړل ۲- پر عرفات درېدل ۳- طواف زيارت.
د پورته درې واړه فرضونو د پرځاى كولو ماسېوا حج نه كېږي، احرام ته د اقدام كولو په وخت كي دي په زړه كي د حج نيت او د احرام قصد وكړي او چي احرام يې وتړى بيا دي نيت په ژبه وكړي.
حا جي دي هڅه وكړي چي نيت په عربي ژبه و وايي او كه لازم و، د معلم له خُلې دي تكرار كړي كه دا هم سخته وه په خپله مورنۍ ژبه دي و وايي. ګونګی دي ېې په زړه كي نيت وكړي. په هر صورت حاجي بايد پوه سي چي د څه ډول حج لپاره احرام تړي. قارن، تمتع او مفرد په دغه درو(۳) حجو کي چي هر حج کوي نو دي
د هغه حج تصميم ونيسي او بيا دي نيت وكړي.
۱- حج قِران:
دې ډول حاجي ته په عربي قارِن وايي:
د قِران مطلب په يوه احرام باندي له يوه ميقات څخه د حج او عمرې سره يوځاى كول دي بې له دې چي د دواړو ترمنځ د زمانې فاصله راسي. په دې ډول عبادت كي عمره د حج په ترڅ كي اداكېږي، حاجي احرام د حج او عمرې د دواړو په يوه وخت كي تړي، طواف او سعى كوي او د عمرې او د حج د مناسكو ترپاى ته رسېدو پوري د احرام په قيد كي پاتېږي. دا حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده. بيا دي خپل ورېښتان وخرېيي او يا دې لنډ كړي.
د حج قِران نيت:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُالْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهُمَا لِيْ وَ تَقَبَّلْهُمَا مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د حج او عمرې اراده مي كړې ده، نو راته اسانه يې كړې او دواړه را څخه قبول كړې.
۲- حج تمتع:
دې ډول حا جي ته په عربي كي متمتع وايي:
متمتع حاجي اول احرام په ميقات كي اغوندي
او عمره اداكوي چي په عمره كي طواف، صفا، مروا
او د سر خرېيل يا لنډول شامل دي.
بيا له احرامه وزي او عادي جامه اغوندي، د ذي الحجې پر اتمه د حج احرام تړي په حرم شريف کي،
د تمتع حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده.
متمتع دي لومړى د عمرې په طواف كي تلبيه ويل قطع كړي، بيا دي د ذي الحجې پر ا تمه د حج لپاره له حرم شريف څخه احرام وتړي (د ذي الحجې تر اتمي مخکي احرام تړل بهتردى) بيادي حج وكړي (بې د قدوم له طوافه) او ذبح دي وكړي (كه دذبح توان يې نه درلودی نو روژه دي ونيسي چي بيا به د ذبح په باب كي خبري پر وسي) او د حج او عمرې له احرام څخه فارغېږي.
د عمرې نيت دا دى: چي د تمتع د مناسكو په پيل كي راځي.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د عمرې د اداكولو نيت مي كړی، نو را ته اسانه يې كړ ې او راڅخه قبوله يې كړي.
دحج او عمرې په منځنۍ فاصله كي متمتع حاجي كه زياتي فارغي ورځي ولري، كولای سي چي څو واره عمره ادا كړي. خو د ذي الحجې د اتمي ورځي تر رارسېدو مخكي دي د حج احرام وتړي او منْی ته دي روان سي. د حج د احرام تر تړلو وروسته دي د حج نيت وكړي، په حنفي مذهب كي د قِران تر حج وروسته همدا د تمتع حج فضيلت لري.
يادونه:- زموږ د هيواد حاجيانو ته په کار ده چي
د تمتع حج وکړي په دې باره کي دي په خپل هيواد کي د علماوو څخه ضرور پوښتنه وکړي ځکه زموږ زيات هيوادوال په ژوند کي يو حج کوي نو دي د تګ په وخت کي د عمرې نيت وکړي، د حج نيت دي نه کوي او که د حج نيت کوي نو دي د قِران حج شرطونه ځان ته معلوم کړي، د عمرې نيت دي هم ورسره وکړي و دغه حج ته (قِران) وايي. او که مفرد حج کوي ضرور به شرطونه ورمعلوم وي.
۳- حج مفرد:
دې ډول حا جي ته په عربي كي مفرد وايي:
له افراد څخه مطلب يو كول دي يعني چي احرام يوازي د حج په نيت تړي او د حج تر پايه پوري له احرامه نه وزي او دا حج ذبح واجب نه لري او مسنونه ذبح لري او نيت يې دادى:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د حج د اداكولواراده مي كړې ده، راته اسانه يې كړې او راڅخه قبول يې كړې.
دې حاجي كه د حج تر ختمېدو او د اختر د ورځو تر تېرېدو وروسته وخت درلودى بېرته دي احرام له ټا كلو ځايو څخه چي تر حرم دباندي دي وتړي او عمره دي اداكړي، تر اختر وروسته هره ورځ عمره کولای سي.
 
د حج نيت او د حج ډولونه  

د حرمينو شريفينو او حاجيانو پر ضد د كفارو توطئې او مظالم

 د تاريخ په اوږدو كي ځيني پرنګيان مكې مكرمې، مديني منورې او د حجاز نورو سيمو ته يا غلچكي يا د مسلمان په لباس كي يا په نورو ډولونو ننوتلي دي. چي ځيني وژل سوي، ځيني مسلمان سوي او ځيني خپلو وطنو ته په رسېدو سره خپلو واكمنو ته د هغو د سياسي،  جغرافيوي او ښكېلاكي موخو د پلي كولو لپاره رپوټونه او ليكني وړاندي كړي دي. پر دې سر بېره صليبي جګړه مارو د مكې مكرمې او مدينې منورې د نيولو هڅي هم كړي دي.
په ۵۷۶ سپوږميز.كال چي صليبي عيسويانو عكا لاندي كړې وه، پر مدينه منوره باندي يې د ناپاك بريد كولو او د نبوي مسجد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مقدس قبر د ورانولو او د رسول صلى الله عليه وسلم د مبارك  جسد د وړلو پلان جوړ كړى وو. په دې موخه د كرك د كلا رئيس پرنس ارناټ ( د مكه مكرمه، مدينه منوره نومي كتاب په [۱۵۸] مخ كي دغه نوم رينالډ ياد سوى دى ) د ۵۷۷ س.كال د حسن حسين د مياشتي په لومړۍ نېټه د يك شنبې په ورځ  خپل پياوړى پوځ له عكا څخه د مدينې پر لور وخوځاوه. هغه د  څو بېړيو ټوټې سره بېلي كړې او پر اوښانو يې بار كړې. كله  چي د ايله عقبې ته ورسېدى د عقبې په  خليج كي يې هغه ټوټې بېرته سره واچولې او بيا يې د هغو څخه په استفاده ينبع ته نژدې د حوراء پر ساحل بريد وكړ. بيا يې پر قافلو بريدونه وكړل او د يوې ورځي په واټن مدينې ته نژدې سول.
 دغه مهال د اسلام ستر اتل غازي صلاح الدين ايوبي رحمة الله عليه ډېر سخت ناروغه وو او پوځونه يې هره خوا د صليبيانو سره په جنګ اخته وه. خو بيا هم د ايوبي كورنۍ يو قوماندان عزالدين فرخ شاه چي ښه چمتو والي يې هم نه درلود او په بل روايت حسام الدين لؤلؤ د پرنس ارناټ مخنيوي ته ورغى او داسي يوه زوروره حمله يې پر وكړه چي د پرنس پوځ په زرګونو مړي پرېښوول او نور وتښتېدل. چي له دې وروسته پرنس د ختيځ پر ارشو هيڅ ټينګ نه سو. ( مختصر تاريخ خلافت اسلاميه، ۱۹۷مخ او دولت عثماني
از اقتدار تا انحلال،۱۹۶مخ ).

      ابن جبير رحمة الله عليهپه خپله سفرنامه كي د دغي پېښي يادونه كوي او وايي :” كله  چي اسكندريې ته ورسېدو ومو ليدل چي ډېر خلك د رومي اسيرانو ليدو ته ور درومي. اسيران يې چپه پر اوښانو سپاره كړي وه او ډول او سرنا يې پسي وهل. هغه د پوښتنو او د وركړل سوو معلوماتو پر اساس دغه كيسه كوي او وايي  چي دغو مسيحي پوځيانو د حاجيانو بېړۍ لوټ كړي وې، بل ځاى يې د حاجيانو شپاړس بېړۍ سوځلي وې، بيا  چي عيذاب نومي ځاى ته رسېدلي وه د حاجيانو يوه بله بېړۍ يې نيولې وه. د عيذاب پر لار يې د  حاجيانو بل كاروان لوټ كړى وو او ټول كاروانيان يې وژلي وه. د يمن د سوداګرو دوې نوري بېړۍ يې چي د مكې او مدينې د يو كلني آذوغي څخه ډكي وې هم سوځلي وې او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سوي وه  چي له مصر او اسكندريې څخه د مسلمانانو بېړۍ پسي ورورسېدې او له بله پلوه د نامتو حاجب لؤلؤ نومي په قومانداني هم مغربي سمندرې پوځ پسي ورورسېد. چي د جګړې په پايله كي ځيني مسيحيان ووژل سول او ځيني اسير ونيول سول“.( وګورئ سفرنامۀ ابن جبير ۹۲ مخ ).
  د فضائل المدينة المنوره په (۲/ ۲۵) مخ كي ليكي چي له دې امله اتل ايوبي رحمة الله عليه پتېيلې وه او نذر يې ايښى وو چي د كرك دغه واكمن ارناټ نومى به نيسي او په خپل لاس به يې وژني. نو هغه وو چي په ۵۸۳ س.كال يې هغه د حطين په جګړه كي اسير كړ او په خپل لاس يې وواژه. رحمت دي وي پر دغسي هوډمنو مسلمانو رهبرانو او مرګ دي وي د كفارو پر ګوډاګيانو او د مسلمانانو پر خواروونكو باندي.
      بيا د شپاړسمي عېسوي پېړۍ په لومړيو كي پر تګاليانو د خپلو صليبي موخو او طرحو په دوام چي په ډېر قساوت او خشونت سره يې تعقيبولې، غوښتل چي سره سمندرګي ته په رسېدو سره حجاز ته ورتېر سي، د جدې ساحل ونيسي، پر مكه مكرمه بريد وكړي او مسجدالحرام او كعبه شريفه له منځه يوسي. بيا مدينې منورې ته ولاړ سي د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارك قبر لڅ كړي، بيا بيت المقدس ته ولاړ سي، هغه ځاى هم ونيسي او په دې توګه دغه درې ستر او متبرك جوماتونه په خپل اختيار كي راولي. په دې موخه د پرتګال جنګي بېړۍ سره سمندرګي ته ورسېدلې او دوه واره يې د جدې د ساحل د نيولو لپاره جګړې ته ورودانګل: لومړى يې په ۹۲۳سپوږميز (۱۵۱۷ع.) كال او بيا يې په ۹۲۶س. (۱۵۲۰ع.) كال بريدونه وكړل خو دواړه واره يې د عثماني دولت له ځواكونو څخه ماته وخوړل. 
دغه راز ادميرال (اميرالبحر) البوكرك چي د پرتګال لپاره يې ستري مستعمرې تسخير كړې، په هند سمندر، سور سمندرګي، عربي سمندرګي او د فارس په  خليج كي د پرتګال د بېړيو د  حاكميت د ټينګولو لپاره امر ور كړ  چي ټول هغه حاجيان چي د آسيا د سهيل ختيځو هيوادونو، د هند د نيمي وچي او د افريقا له ختيځ څخه په  بېړيو كي د حج د فريضې د اداكولو لپاره روان وه ونيسي يايې په اوبو كي غرق كړي يا يې په اور وسوځوي او يا يې په لويو لوښو كي تېل داغه كړي.
   روسى تاريخ پوه ګريګوري بونداريفسكي ليكي : ”ما د پرتګال د پاچا دوهم ايمانوئيل په نامه د البوكرك ليك مودلى دى چي په هغه كي نوموړي وړانديز كړى دى چي سپاره ځواكونه دي د ينبع ساحل ته ورسول سي څو د هغو بېړيو چي د هغه مهال نوي نظامي لاسته راوړني بلل كېدې د توپچيانو په ملاتړ په يوه برېښنا ډوله بريد د مدينې منورې ښار فتح او د حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم مبارك  جسد د هغه له قبره راوكاږي او د نيزبون ښار ته يې ولېږدوي، څو وروسته اسلامي واكمنو ته وويل سي چي دغه جسد به د حضرت عيسىٰ عليه السلام د تابوت، بيت المقدس او د منځني ختيځ د ځينو نورو مځكو په بدل كي وروسپارل سي. خو پرتګاليان د دې نخشې په پلي كولو بريالي نه سول“.( قيافۀ واقعى دشمنان مردم مسلمان  ۱۲مخ ).
 
د حرمينو شريفينو او حاجيانو پر ضد  د كفارو توطئې او مظالم  

د لوى اختر او قربانۍ فضائل او مسائل – څلورمه برخه

هغه څاروي چې قرباني کول يې غوره دي:
  1. غوره دا دي چې د قربانۍ څاروى ښه چاغ، ښايسته او غټ وي.
  2. د خصي څاروي قرباني کول روا بلکې غوره هم ده.(1)
هغه څاروي چې قرباني کول يې روا دي خو غوره نه دي:
  1. هغه څاروى چې د پيدايښت له ورځې څخه يې ښکر نه وي، او يا يې ښکر وي خو له بېخه مات شوى نه وي،قرباني يې صحيح ده، او که له بېخه مات شوى وي بيا يې قرباني نه کېږي.
  2. د لېوني څاروي قرباني روا ده، خو غوره نه ده.(2)
  3. د ډېر عمر لرونکي او شنډ څاروي قرباني صحيح کېږي، خو غوره نه ده.(3)
  4. د پوستکي ناروغي )خارښت( لرونکي څاروي قرباني کېږي، په دې شرط چې اثر يې و غوښې ته نه وي رسېدلى او که يې اثر و غوښې ته رسېدلى وي، بيا يې قرباني نه صحيح کېږي.(4)
  5. د بلارب يا کوچني بچي لرونکي څاروي، قرباني کول يې روا ده، خو غوره نه ده.(5)
هغه عيب لرونکي څاروي چي دقربانۍ وړ نه دي:
1-    هغه څاروى چې يو يا دوه ښکرونه يې له بېخه وتلي وي.(6)
2-    هغه پسه چې لم يې د پيداښت له وخته نه وي.
3-   د وزې يا مېږې چې يو تى يا دواړه يې پرې شوي، وچ شوي او يا داسې عيبجن وي چې د رودلو وړ نه وي؛ قرباني کول يې صحت نه لري.
4-    دغوا يا اوښې چې دوه يا درې تي پرې يا وچ شوي وي او يا هم د رودلو وړ نه وي؛ قرباني کول يې صحت نه لري.
5-    ړوند يا کوڼ څاروى چې کوڼوالى يې څرګند وي.
6-    داسې ګوډ چې د حلالولو ځاى ته پخپله نه شي تللاى.
7-   د داسې څاروي چې د پيدايښت له وخته يې غوږونه نه وي، قرباني يې صحت نه لري؛ که غوږونه يې وه خو واړه وه، قرباني کول يې روا دي.
8-    هغه څاروى چې د يوه غړي لکه غوږ، لکۍ او يا پزې تر درېيمې برخې ډېره حصه پرې شوې وي؛ قرباني کول يې روا نه دي.
9-    د بې غاښو او هغه حيوان حلالول چې ډېر غاښونه يې لوېدلي وي، او خوراک نشي پرې کولاى قرباني يې صحت نه لري.
10-داسې ډنګر څاروى چې په هډوکو کې يې ماغذه نه وي، قرباني يې نه صحيح کېږي.
11-د نرښځي څاروي قرباني کول صحت نه لري، ځکه چې غوښه نه پخيږي. (7)
په قرباني کې دګډون مسئلې:
  1. په لوى څاروي کې اووه کسان ګډون کولاى شي، خو شرط دا دى  چې د هر يوه برخه به د څاروي تر اوومې حصې کمه نه وي، نو که ګډون کوونکي اووه کسان وي، ځينو لږ او ځينو ډېرې پيسې ورکړې وي، او غوښه هم د پيسو په اندازه ووېشي، د ټولو قرباني نه صحيح کېږي ځکه د ځينو برخه تر اوومې کمېږي.(8)
  2. که په لوى څاروي کې تر اووه کسانو زيات ګډون وکړي نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(9)
  3. غوره طريقه دا ده چې د څاروي تر اخيستلو مخکې شريکان وموندل شي، که څوک څاروى واخلي او نېت يې دا وي چې يوه يا دوې برخې يې زما دي او په نورو برخو کې خلک راشريکوم نو دا صورت هم صحيح دى.(10)
  4. 11.    که د چا د اخيستلو پر مهال د شريکولو نېت نه وي کړى، نو بيا دې ته کتل کېږي، چې اخيستونکى شتمن دى که غريب، که شتمن وي نو بل څوک له ځان سره شريکولاى شي او که غريب وي بيا نو بل څوک نه شي شريکولاى، خو که څوک شريک کړي قرباني يې صحيح کېږي، البته پر غريب باندې د هغو ټولو برخو چې خلکو ته يې ورکړې تاوان لازمېږي، نو که د قربانۍ ورځې پاتې وي، د هغو برخو قرباني به کوي، که د قربانۍ ورځې تېرې وي، بيا دي د هغو برخو بيه پر مسکينانو ووېشي.(12)
  5. که په ګډون کوونکو کې د  يوه کس نېت يوازې د غوښو خوړل و او د قربانۍ نه وو، نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(13)
  6. که اووه کسانو ګډون وکړ يو لوى څاروى يې د قربانۍ لپاره واخيست، تر قربانۍ کولو مخکې يو شريک وفات شو، نو که د وفات شوي کس وارثانو د قربانۍ کولو اجازه ورکړه د ټولو قرباني صحيح ده او که د وارثانو له اجازې پرته قرباني وشي نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(14)
  7. که په شريکانو کې د يوه مال حرام و، لکه د رشوت يا سود پيسې نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(15)
  8. که د ګډونوالو نېتونه بېلابېل جهتونه ولري خو نېت د ټولو د ثواب وي لکه نفل قرباني، واجب قرباني، عقيقه، مسنونه وليمه نو د ټولو شريکانو قرباني صحيح کېږي.(16)
په قربانۍ کې نيابت:
په قربانۍ کې نيابت صحيح کېږي، که يو کس په يوه هېواد يا ښار کې وي؛ بل چا ته په بل هېواد کې د قربانۍ اجازه وکړي چې زما لپاره قرباني وکړه نو قرباني يې صحيح کېږي.(17)
د وفات شوي کس لپاره قرباني کول:
  1. د وفات شوي کس لپاره  قرباني کول روا دي، او وفات شوي شخص ته يې ثواب رسېږي.
  2. عن حنش قال  : رأيت عليا رضي الله عنه يضحي بكبشين فقلت له ما هذا ؟ فقال إن رسول الله صلى الله عليه و سلم أوصاني أن أضحي عنه فأنا أضحي عنه .(18)
ژباړه: حضرت حنش وايي ما حضرت علي رضي الله عنه وليد چې دوه پسونه يې قرباني کول، ما ورته وويل: دا دوه پسونه ولې قرباني کوې؟، ده راته وويل: ما ته پېغمبر صلى الله عليه وسلم وصيت کړى و، نو دا يوه زما خپل قرباني ده او دا بله د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې قرباني کوم.(19)
  1. قرباني د رسول الله صلى الله عليه وسلم ، مور، پلار، استاذ او نورو خپلوانو له لورې هم کېداى شي.
  2. که دوه وړونه سره شريک شي يو لوى څاروى واخلي، درې درې برخې د ځان لپاره او يوه برخه مشترکه د پلار له لورې قرباني کړي نو د پلار له لورې قرباني يې نه صحيح کېږي ځکه چې په لوى څاروي کې چې څومره کسان شريکان وي هغومره حصې شمېرل کېږي، دوى دوه نفره وه نو ټول قرباني شول، څاروى دوې حصې کېږي.(2)
د قربانۍ غوښه :
  1. قرباني که د وصيت وي، نو قرباني کوونکى او د هغه اصول )پلار نېکه( فروع )زوى، لمسى( او شتمن يې غوښه نه شي خوړلاى، بلکې پر مسکينانو باندې وېشل يې ضروري دي.(20)
  2. د قربانۍ غوښې خرڅول يا قصاب او مزدور ته يې په مزدورۍ کې ورکول روا نه دي.(21)
  3. که د قربانۍ د غوښو تر وېشلو مخکې د ټولو شريکان په خوښه چا ته ورکړل شي. (22)
  4. که شريکان په يوه کور کې ګډ اوسېدل بيا د غوښې وېش ضروري نه دى. (23)
  5. که قرباني د څو کسانو شريکه وه ، غوښه يې بايد په تله باندې وويشل شي ، اټکل وېش يې روا نه دى. (24)
د قربانۍ د غوښې د وېش مستحبه طريقه:
د قربانۍ په غوښو کې مستحبه طريقه دا ده چې درې برخې شي:
1-    يوه برخه دي ځان ته واخلي.
2-    دويمه برخه دي پر ګاونډيانو او دوستانو ووېشي.
3-    درېيمه برخه دي پر مسکينانو يا غريبانو ووېشل شي.
که د چا ماشومان ډېر وي او دى غريب وي ، ټوله غوښه ځان ته اخيستلاى شي . د قربانۍ غوښه خرڅول حرام دي ، قصاب ته د قربانۍ څرمن په مزدورۍ کې ورکول روا نه ده ، قصاب ته دي د قربانۍ د غوښې او څرمنې پرته روپۍ په مزدورۍ کې ورکړي . (25)
د قربانۍ څرمن (پوست):
د قرباني څرمن پخول )الويل يعنې وېښتيان يې په اور سوزول( او بيا يې خوړل روا دي،(26)
که څوک د قربانۍ د څرمنې څخه ځان ته مسله )جاى نماز( يا بل شى جوړ کړي څه پروا نه لري ، او که څوک د قربانۍ څرمن خرڅه کړي پېسې دي صدقه کړي ، په شخصي کارونو کې دقربانۍ پېسې لګول روا نه دي ، ځکه چې د قربانۍ د څرمنې پيسې صدقه کول واجب دي، لنډه دا چې د قربانۍ څرمن بايد په دې نېت خرڅه شي چې پېسې يې صدقه کړي .
امام او يا مؤذن ته په تنخوا کې د قربانۍ څرمن ورکول روا نه ده، د قربانۍ د څرمنې د لګښت لپاره غوره ځاى مدرسه او پوهنيز مرکزونه دي ، ځکه چې دغه د مدرسو او پوهنيزو مرکزونو د چلولو لپاره ستره مالي پانګه جوړوي .
د قربانۍ څرمن د مدرسې ښوونکي او يا خادم ته هم په تنخوا کې ورکول روا نه دي .  (27)

د لوى اختر او قربانۍ فضائل او مسائل – درېيمه برخه

د قربانۍ تعريف:
د لوى اختر په ورځو کې د الله جل جلاله د تقرب)نږدېوالي( د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړي څاروي حلالولو ته قرباني )اضحيه( وايي.(1)

د قربانۍ مشروعيت:
قرباني يو داسې مشروع عمل دى چې په قران ، حديث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دى.(2)

 د قربانۍ حکم:
قرباني يو مالي عبادت دى او حکم يې واجب دى(3) الله جل جلاله فرمايي ) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ( خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.
ابن کثير رحمه الله له مفسرينو صحابه کرامو، تابعينو لکه حضرت عبدالله بن عباس t ، عطاء ، مجاهد ، عکرمه او حسن بصري رحمه الله څخه روايت کړى دى چې د ) وَانْحَرْ (کليمې معنى قرباني ده . (4)
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي څوک چې وس ولري او قرباني نه کوي زموږ عيدګاه ته دي نه راځي.(5)

د قربانۍ حکمت  او فلسفه:
سربېره پر دې چې قرباني يو ابراهيمي ياد دى ، دا د الله جل جلاله په لار کې يو ډول سرښندنه او د الله جل جلاله د مننې اداء کول هم دي. کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي، نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.
بډاى او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.
د قربانۍ حقيقت او ارزښت:
(عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ قَالَ قُلْتُ أَوْ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هَذِه ِ الْأَضَاحِيُّ قَالَ سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ قَالُوا مَا لَنَا مِنْهَا قَالَ بِكُلِّ شَعْرَةٍ حَسَنَةٌ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ فَالصُّوفُ قَالَ بِكُلِّ شَعْرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ) (6)
حضرت زيد بن ارقم وايي چې صحابه وو له پېغمبرصلى الله عليه وسلم څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : ) دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دى ( صحابه وو وپوښتل : ) آيا نو په دغه قربانۍ کې موږ ته هم ثواب رارسيږي؟( پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : ) هو ، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کې تاسو ته يوه نېکي ليکل کيږي ( صحابه وو بيا وپوښتل: )د وړيو هم دومره اجر دى؟( پېغمبرصلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل: )هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې يوه نېکي ورکول کېږي(
د قربانۍ فضيلت:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :« مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ دَمٍ وَإِنَّهُ لَيَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِى فَرْثِهِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ فِى الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا »(7)
حضرت عايشه رضي الله عنها وايي چې پېغمبرصلى الله عليه وسلم وفرمايل د قربانۍ په ورځ کې الله جل جلاله ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه وي، په دې ورځو کې دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وي، د قربانۍ څاروى به دقيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په  وخت چې د وينې يو څاڅکى پر مځکه لوېږي، نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د الله جل جلاله د خوښۍ سبب ګرځي، او هغه يې قبلوي، نو اى د الله جل جلاله بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مينه قربانۍ وکړئ.
د قربانۍ پر پرېښولو وعيد:
 عَن أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ كَانَ لَهُ سَعَةٌ وَلَمْ يُضَحِّ فَلَا يَقْرَبَنَّ مُصَلَّانَا ((8)
ژباړه: له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرميال: څوک چې وس ولري )د نصاب څښتن وي(، خو قرباني نه کوي هغه دي زموږ عيدګاه ته نه راځي.
د قربانۍ نصاب:
 د قربانۍ او  صدقة الفطر )سرسايې( نصاب يوه ډول دی، او  هغه  ),47987( ګرامه سره زر او يا )612,35 ( ګرامه سپين زر دي .(9)
د نصاب تعريف:
نصاب د مال هغې خاصې اندازې ته ويل کېږي، چې پر هغې باندې شريعت زکات فرض کړى وي، لکه د پسونو لپاره څلوېښت )40(پسونه، د سپينو زرو لپاره دوه سوه )200( درهمه او د سرو زرو لپاره شل )20( مثقاله سره زر.(10)
قرباني  پر چا واجبيږي؟
قرباني پر هر هغه چا واجبيږي چې مسلمان، عاقل ، بالغ ، مقيم او د(612,35)ګرامه سپينو زرو،او يا د (87,479) ګرامه سرو زرو څښتن وي . (11)
يا په واک کې داسې څه ولري چې له اړتيا يې زيات وي، او ارزښت يې د سپينو يا سرو زرو د نصاب قېمت ته ورسيږي.
د اړتيا شيان هغه دي چې د سړي ژوند او عزت پورې تړلى وي،لکه خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى او داسې نور چې په اصلي اړتياوو کې شمېرل کېږي، نو له دې امله ستر ـ ستر دېګونه، لوى فرشونه، قالينې، راډيو او تلوېزيون، له اړتيا زياتې جامې او داسې نور شيان چې د انسان د اساسي اړتياوو په جمله کې نه راځي نو که د دغو شيانو ارزښت د نصاب قېمت پوره کولاى شو نو قرباني واجب ده.(12)
که څوک د نصاب څښتن وي ، د قربانۍ لپاره د کال تېرېدل شرط نه دي ، ځکه خو که څوک د اختر په دويمه ورځ هم د لمر له لوېدو څخه وړاندې دومره شتمني پيدا کړي چې ارزښت يې د قربانۍ نصاب ته رسېده نو قرباني پرې واجب ده.(13)
ياده دي وي چې د نارينه وو په څېر په ښځو هم قرباني واجبه ده، چې کله د قربانۍ د نصاب په کچه سره يا سپين زر او يا هم د هغه په اندازه شتمني ولري.(14)
که کوم لېونى او ماشوم د نصاب څښتن وي قرباني پرې نه کيږي او د هغوى سرپرست هم نه شې کولاى چې دهغوى پر ځاى )د هغه له ماله ( قرباني وکړي . (15)
کوم کس چې مسافر وي پر هغه هم قرباني واجب نه ده . که مسافر مقيم شو، يا مقيم مسافر شو، د قربانۍ د وجوب لپاره اخر وخت معتبر دى، که مسافر د اختر په درېيمه ورځ تر لمر لوېدو مخکې مقيم شو، نو قرباني پر واجب ده. او که مقيم په اخر وخت کې مسافر شي نو بيا قرباني پر واجب نه ده.(16)
که څوک پر ځان نذر ومني او يا د قربانۍ په نېت څاروى واخلي نو قرباني پر واجب ده، که څه هم فقير وي.(17)
که چا دقربانۍ وصيت وکړ او مال يې هم پرېښود،نو پر وصي يا ولي يې قرباني کول واجب او ضروري ده.(18)
که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور، نو پر هغه باندې قربانې واجب نه ده؛ که قرباني وکړي نو قرباني يې نه صحيح کېږي، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي. (19)
که دوه يا درې وړونه ګډ ژوند کوي، نو شتمنۍ ته يې کتل کېږي، که يې شتمني دومره وه چې د هر يوه برخه نصاب ته رسېده، نو پر هر ورور جلا جلا قرباني واجب ده، او د ټولو له لورې يوه قرباني بسنه نه کوي.(20)
که پلار او بالغ زامن ګډ ژوند کوي، خوراک او څښاک يې يو ځاى وي، نو که زوى د پلار په شتمنۍ او کاروبار کې مستقله برخه او اختيارات ولري، نو پر زوى جلا قرباني واجبه ده او پر پلار جلا، او که مستقله برخه ونه لري او نه هم خپله د نصاب په اندازه مال ولري، نو پر زوى قرباني واجبه نه ده، يوازې د پلار قرباني بسنه کوي.(21)
د قربانۍ ورځې :
د ذوالحجې لسمه ، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي ، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي . خو په دې درې وو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري . او د دې درې وو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي . (22)
د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول :
که د چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بي پروايي وشي ، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي . که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده ، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي ، نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي .(23)
د قربانۍ د حلالولو وخت :
په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ  کېږي په همغه سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي، خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر  لمونځ نه کيږي ، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې د سهار د لمانځه وروسته قربانۍ حلالې کړي ،(24)
که د اختر په لومړۍ ورځ لمونځ د کومې ستونزې له کبله و ځنډيږي د اختر د لمانځه د وخت د تېرېدو وروسته خلک کولاى شي چې خپلې قربانۍ حلالې کړي . (25)
د شپې له خوا د قربانۍ حلالول روا ده خو مکروه ده.(26)
د قربانۍ د حلالولو مستحب وخت:
د کليوالو لپاره تر لمر راختو،او د ښاريانو لپاره د اختر تر خطبې وروسته قرباني کول مستحب دي، که چا مخکې تر دې چې امام سلام وګرځوي، قرباني وکړه نو قرباني يې صحت نه لري.(27)
د حلالولو سنت طريقه:
(عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا.) (28)
ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې )بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ( وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.
ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دى، وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فاطمې رضي الله عنها ته وفرمايل: ولاړه شه له خپلې قربانۍ سره ودرېږه )او ذبح کول يې وګوره( ځکه د هغې د لومړي څاڅکي سره چې ځمکې ته رسيږي ستا ټولي تېرې ګناوې بخښل کېږي، فاطمي رضي الله عنها پوښتنه وکړه اى دالله جل جلاله رسوله! د فضيلت موږ اهل بيت لپاره ځانګړى دى او که ټول مسلمانان مستحق دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دا فضيلت موږ لره هم او نورو مسلمانانو لره هم شته.(29)
د قربانۍ د حلالولو سنت طريقه دا ده چې قرباني کوونکى دي قرباني په خپله حلاله کړي او که قرباني کوونکى د حلالولو په طريقه نه پوهېده نو بل چا ته دي د قربانۍ د حلالولو اجازه ورکړي خو پخپله بايد د قربانۍ د حلالولو پر مهال حاضر او ولاړ وي(30) ، که يوه مېرمنه په کور کې وي او قرباني يې دباندي حلاله شي پروا نه لري . (31)
تر حلالولو مخکې اداب:
1-    تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى ، تږى يې ساتل مکروه دي.
2-    د حلالولو ځاى ته  يې په ډېر سختۍ سره يې کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.
3-    چاړه به ښه تېره کوي په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.
4-    که چاړه تېره کوي نو له څاروي څخه دي پټه تېره شي.
5-   په حديث شريف کې راځي: يو شخص څاروى چپه کړى وو بيا يې چاړه تېره کوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وليد ويې ويل: )تاسو څاروى څو ځله وژنئ؟(
6-     د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.
7-    تر حلالو دي وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.(32)
 د قربانۍ نېت:
د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي ، خو په زړه کې به يې دا وي چې قرباني کوم نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال ) بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر ( ويل ضروري او سنت دي .(33)
تر حلالولو مخکې دعا:
قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي : (إِنِّي  وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ  إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ) (34)
ژباړه: بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لورې چې ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړى دى او زه له مشرکينو څخه نه يم ، بېشکه لمونځ ، ټول عملونه ، ژوند او مرګ مې د الله جل جلاله لپاره دي .
 تر حلالولو وروسته دعا:
د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دي دغه دعا ولوستل شي :
اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ (35)

ژباړه: اى ربه! دغه ) قرباني ( زماڅخه قبوله کړه لکه څنګه چې دي د خپل نازولي ) پېغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه .
د قربانۍ څاروی:
په شريعت کې د قربانۍ څاروي دوه ډوله دي:
1- کوچني څاروي لکه وزه )بزه( او پسه چې د يوه کس له لورې قرباني کېداى شي.
  2- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې د اوو کسانو له لورې قرباني کېداى شي.(36)
او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه وحشي څاروي ، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي .
د قربانۍ د څاروي عمر:
  • غوا او ګامېښه بايد دووه کلنه وي.
  • اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي .
  • وزه او پسه بايد يوکلن وي.
  • که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې کم وي قرباني کول يې روا نه دي .  (37)
  • که مرغومى له يو کال څخه کم وي نه قرباني کيږي، خو که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي بيا قرباني کېداى شي . (38)
  • که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، دقربانۍ پلورنکى ووايي چې د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم د څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.