Monday, November 10, 2014
Saturday, November 8, 2014
دزمکي په حاصلاتوکې عشر
دنړۍ دخالق په نعمتونوکې یوغټ نعمت دزمکي تخلیق دی ، چې دالله تعالی په حکم سره په هغه کې بې شماره میوي ، خوراکي توکي ، سبزیان اوډول ډول نباتات پیداکړل شوي ، چې دانسان په ورځني ژوندکې هروخت ورته اړتیالیدله کیږي بلکه له هغه پرته ژوندکول ډیرګران دی ، دا یواځي دالله تعالی فضل او احسان دی چې زمکه یې دانسان تابع جوړه کړه اوترقیامت پوري دراتلونکي ټولو انسانانو لپاره یې ذخیري پکې راغونډي کړي
الله تعالی خاوره پیداکړه او ددې قابلیت او وړتیا یې پکې پیداکړه چې شیان شنه کړي، اودشیانو د غټ والي اوښه والي لپاره یې دوریځو په مټ دبارانونوکولو او دهسکوغرونو له څوکو دچینو بهولو په مټ دهغوی داوبه کولو انتظام کړی ، دزمکي په تل کې یې په ډیره زیاته اندازه داوبو زیرمي پیداکړي ، همداراز دهوا ، رڼا اوګرمي خاص انتظام یې کړی ، داهرڅه ددي لپاره چې انسانان اوپیریانان دزمکي له حاصلاتو پوره پوره ګټه ترلاسه کړي .
داهرڅه په یقیني توګه الله تعالی کړي ، الله تعالی په دي اړه فرمایې : ﴿ اَفَرَاَیْتُمْ مَا تَحْرُثُوْنَ اَ اَنْتُمْ تَزْرَعُوْنهُ اَمْ نَحْنُ الزَّارِعُوْنَ﴾ سورة الواقعه آیت ۶۳- یعني : راته ووایاست ایا هغه څه چې تاسو یې کرئ تاسویې راشنه کوئ اوکه موږ یې شنه کونکي یو؟
یعني ستاسو کارخو یواځي همدادی چې په زمکه کې تخم واچوئ اوزمکه ورته برابره کړئ ، خو له هغه څخه غټ میوه داربوټی یا ونه جوړول اوستاسو دفایدي لپاره میوي اوغلې پیداکول زموږ کار دی داستاسو په وس کې نشته ، له الله تعالی پرته بل څوک شته چې دغه شیندل شوی تخم داسي حالت ته ورسوي ؟!
دزمکي دحاصلاتو هره هره دانه دالله تعالی یوستر نعمت دی ، اوحقیقي پیداکونک یې الله تعالی دی ، انسان خو دخدای پاک جل جلاله د عظیمو نعمتونو ( لکه په خاوره کې دحاصلاتو توان پیداکول ، رڼا، هوا اونور انتظام کول) پرته یوه خاشه هم په زمکه کې نه شي شنه کولی ، په دې سترنعمت باندي بایدهرڅوک دالله تعالی شکریه اداء کړي چې الله تعالی زموږ لپاره له دي زمکي څخه عمده اوبهترین غذاوي راکوي ، په اسلامي شریعت کې ددې شکر داظهار طریقه داښودل شوي چې دزمکي په حاصلاتوکې عشر ـ لسمه - یانصف عشر – شلمه برخه - یعني لس یا پنځه فیصده زکاة وباسي ترڅو دغریبانو اومحتاجانو ضروریات ورباندي پوره شي .
دزمکي دحاصلاتو په اړه الله تعالی فرمایې : :﴿وَهُوَ الَّذِیْ اَنْشَاَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوْشَاتٍ وَغَیْرَ مَعْرُوْشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفاً اُکُلُہُ وَالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهاً وَغَیْرَ مُتَشَابه، کُلُوْ مِنْ ثَمَرِہِ اِذَا اَثْمَرَ وَآتُوْا حَقّه یَوْمَ حَصَادِہِ وَلَا تُسْرِفُوا اِنه لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْن﴾ سورة الانعام آیت نمبر ۱۴۱=
الله تعالی هغه ذات دی چې باغونه یې پیداکړي چې ځيني پکې جوړنګ لرونکي اوځيني بې جوړنګه دي ، اوخورماوي اونور کښتونه چې خوندونه یې بېل بېل دي ، اوزیتون او انار چې یوبل ته ورته والی هم لري اوسره مختلف هم دي ، کله چې داشیان حاصلات درکړي نو نو ترې خوراک کوئ او د ریبلو په مها ل یې دخپل رب حق اداء کړئ ، اواسراف مه کوئ ،ګورئ الله تعالی اسراف کونکی نه خوښوي
اوپه بل ځای کې الله تعالی فرمایې : ﴿ یَا اَیها الَّذِیْنَ آمَنُوا اَنْفِقُوا مِنْ طَیِّبَاتِ مَا کَسَبْتُمْ وَمِمَّا اَخْرَجْنَا لَکُمْ مِّنَ الْاَرْضِ، وَلَا تَیَمَّمُوا الْخَبِیْثَ مِنهُ تُنْفِقُوْنَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِیهِ اِلَّا اَنْ تُغْمِضُوْا فِیهِ، وَاعْلَمُوآ اَنَّ اللّٰہَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ﴾․ (سورة البقرة آیت نمبر ۲۶۷)
ای هغه کسانوچې ایمان موراوړی ! هغه څه چې تاسو ګټلي او یاموږ له زمکي درته را ایستلي دهغوی ښوشیانو یوه برخه [ دالله تعالی په لاره کې ] خرچ کړئ ، اودانیت مه کوئ چې بس همدغه خراب شیان [ دالله په نامه باندي] ورکوئ کوم چې [ که بل څوک یې تاسوته درکوي نو دنفرت له امله یې ] تاسو یې بې له دې چې سترګې پري پټي کړئ نه اخلئ ، اوپوه شئ چې الله تعالی بې نیازه او دصفتونو وړ ذات دی
دقرآن کریم لمړی مفسر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایې : ” فِیْمَا سَقَتِ الْاَنهارُ وَالْغِیَمُ الْعُشُوْرُ، وَفِیْمَا سُقِیَ بِالسَّانِیَةِ نِصْفُ العُشْر“ (صحیح مسلم، مسند احمد، نسائی، ابوداؤد)
هغه څه چې ویالي او بارانونه یې اوبه کوي پکې لسمه ده ، اوپه هغه کې چې دڅاهانوپه مټ اوبیږي نیمایي عشر – شلمه - ده
خاتم الانبیا ء صلی الله علیه وسلم په یوه بل ارشادکې فرمایې : فِیْمَا سَقَتِ السَّمَاءُ وَالْعُیُوْنُ اَوْ کَانَ عَثَرَیاً الْعُشْرُ وَفِیْمَا سُقِیَ بِالنَّضْحِ نِصْفُ العُشْر․ (صحیح بخاری، ترمذی، نسائی، ابوداود، ابن ماجه )
کومي زمکي چې دآسمان ،چینو او تالابونوپه اوبو اوبیږي دهغه په حاصلاتوکې لسمه برخه ده ، اوکومي زمکي چې دسلواغي په مټ اوبیږي دهغه په حاصلاتوکې شلمه برخه – دزکات په ډول – ده
دقرآن اوحدیثو په رڼاکې دمسلمان امت پر دې باندي اتفاق دی چې دزمکي په حاصلاتوکې لسمه یا شلمه - لس یاپنځه فیصده – زکات ورکول ضروري دي ،که څه هم ددې په تفصیلاتوکې اختلاف شته ( بدائع الصنائع )
شیخ ابن قدامه - رحمه الله - په خپل کتاب ( المغنی ) کې لیکلي چې : دزمکي په حاصلاتوکې دزکات دوجوب په سلسله کې دامت ترمابین هیڅ ډول اختلاف نشته
دعشرمعنی :
عشرپه اصل کې لسمي حصې ته ویل کیږي ، لیکن رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د حاصلاتو دزکات په اړه کوم تفسیربیان کړی په هغه کې یې دزمکي دوه ډوله بیان کړي
۱= هغه باراني زمکه چې دباران یا نهر په بې قیمته اوبو سره اوبه کیږي نو په حاصلاتوکې یې عشر یعني لسمه برخه زکات ورکول فرض دي
۲= که زمکه دسلواغو یا ماشینانو په مټ اوبه کیږي نوپه هغه کې نصف عشر – پنځه فیصده – یعني شلمه برخه زکات ورکول فرض دي
مطلب دا که چیرته زمکه په مفت اوبې محنته اوبو باندي اوبه شي او حاصلات وکړي نو پکې لسمه برخه - لس فیصده - اوکنه وي نو شلمه برخه - یعني پنځه فیصده - زکات پکې فرض دی
اوکه زمکه په باران هم اوبه کیده او د سلواغو یانورو اسبابو په ذریعه هم نو داکثریت اعتبار به کول کیږي ،
دفقهاؤ په اصطلاح کې دواړه ډولونه - عشر او نصف عشر - دعشر په عنوان سره تعبیریږي
دعشر نصاب :
دامام ابوحنیفه رحمه الله په نزد دقرآن اوحدیث دعموم په دلیل سره دعشرلپاره هیڅ ډول نصاب نشته ، بلکه دزمکي حاصلات که ډېرکم وي هم نو زکات - یعني عشر یا نصف عشر- پکې واجب دی او که زیات وي نو هم ، همداراز که میوي وي ، سبزیان اویاترکاري وي په ټولو کې عشرشته ، خو دنورو امامانو اوله احنافو څخه دامام ابویوسف او امام محمد -رحمهم الله تعالی - د حدیث شریف = لیس في مادون خمسة اوسق صدقة = په بنیاد باندي وایې چې ترپنځه وسقه کم وي نو زکات یعني عشریانصف عشر پکې نشته ، اوهمداراز په سبزیانو اونورهغه څه کې چې ذخیره کیدلی نه شي عشر نشته .
په عشراو زکاة کې فرق :
دزمکي د حاصلاتو زکات ( عشر / نصف عشر) دهرشي په حاصلاتوکې شته ، که څه هم په کال کې څوځله حاصلات ورکړي ،یعني که په کومه زمکه په کال کې درې څلورفصلونه وشي نو هرځل به دفصل عشر یانصف عشر ورکوي ، خو د مال ، سپینو زرو یاسروزرو کې دزکات دوجوب لپاره داضروري ده چې له ضرورت اصلي څخه به زیات وي او نصاب ته یې مقدار رسیدلی وي اوپوره کال به ورباندي تېرشوی وي ، لیکن د زمکي دحاصلاتو دزکات ( عشر یا نصف عشر) لپاره هیڅ کوم شرط نشته .
دزمکي په حاصلاتوکې دزکات ( عشر /نصف عشر) له اداء کولو وروسته که هغه هرڅو کلونوپوري پاتي نو بیا ورباندي دوهم ځل زکات نشته ، هو خوکه غله یې خرڅه کړه اوقیمت یې نصاب ته ورسید نو بیا چې ترڅوپوري دغه پیسي موجودي وي اومقدار یې نصاب ته رسیږي نو هرکال به یې زکات ورکوي ، خوپه کرنیزه زمکه باندي که هرڅونه زیات قیمت ولري هیڅ زکات نشته .
په حصه باندي دکرل شوي زمکي عشر
دچاپه حصه کې چې څومره حاصلات راشي دهغه مطابق به یې عشر یا نیمایي عشر اداء کوي ، دمثال په توګه : دزمکي دڅښتن او دبزګر ترمابین داسي معامله شوي وه چې نیمایي حاصلات به دیوه اونورنیمایي به دبل وي ، نو اوس به دواړه دخپلي خپلي برخي زکات ( یعني عشر یا نصف عشر ) اداء کوي
دحاصلاتوراټولولو خرچ او عشر
دزمکي دحاصلاتو زکات ( عشر یا نصف عشر) له ټولو حاصلاتو ورکول کیږي ، په دې که به دحاصلاتو دراټولولو خرچه اونور مصارف نه وي شامل ، دمثال په توګه سل ګونۍ غنم حاصلات دي په دې کې لس ګونۍ غنم لوکونکو ته ورکړل شول پنځه ګونۍ میده کونکي ( تریشر) ته ورکړل شول اوپاتي اتیا ګونۍ شوي نواوس به داتیاګونیو له حسابه زکات یعني عشر یانصف عشر نه ورکول کیږي بلکه دپوره سلو ګونیو له مخي به عشر یا نصف عشر ورکول کیږي
دعشر اړوندیو څو بېلابيل مسائل :
۱= هغه حاصلات کې دعشر برخه جوړه شي دمثال په توګه عشر یوه ګونۍ غنم شي نو داجائز دي چې دغنمو په ځای دیوې ګونۍ غنمو قیمت ورکړي .
۲= که څوک په کورکې دننه یا په خپل سرای کې کم شیئ وکري یاکومه میوه داره ونه وي نوپه هغه کې عشر نشته .
دحاصلاتو دعشر مستحقین هم هغه دزکات مستحقین دي
الله تعالی په سورة التوبة ایت نمبر۶۰ کې دزکات مستحقین ۸ ډوله خلک ښودلي چې په هغوکې یوه ډله - مؤلفة القلوب – ساقط دي چې په دې اعتبارسر ه ۷ ډلي پاتي دي
۱= فقیر ، یعني هغه څوک چې لږ څه شیئ خو لري خو دنصاب په اندازه نه وي
۲= مسکین ، یعني هغه څوک چې هیڅ هم نه لري
۳= عاشر ، یعني هغه څوک چې داسلامي حکومت له لوري په زکاتونو راټولو لو مامور وي
۴= غلامان
۵= قرض دار ، یعني هغه څوک چې دخلګو پورونه ورباندي وي اوله قرضو اداء کولو وروسته دنصاب په اندازه مال نه ورته پاتي کیږي
۶= دالله تعالی په لاره کې جهادکونکي
۷ = مسافر چې هیڅ هم په لاس کې نه لري
Thursday, September 25, 2014
عمره کوونکى که له سر خرېيلو پرته له حرمه ووځي؟
استفتاء
زه عمرې ته لاړم هلته مي طواف او سعي وکړه،خو پرته له سرخرییلو زه جدې ته له احرام سره راغلم او بیا حرم ته له احرام سره لاړم او سرمي په حرم کي وخرییه،آیا جدې ته په راتګ باندي خو به په ما څه شی نه لازمیږي؟
عبد الولي ،کارت نو- کابل
الجواب
حامدا ومصلیا؛
پوښتل شوې مسئله کې تاسو بېرته حرم ته ستانه شوي یاست او په حرم کې مو سر خرېیلی دی ؛ نوځکه په تاسو هیڅ شی نه لازمیږي .
1-وفي صحيح البخاري 2/1189 ط : الطاف كراتشي،رقم 4410
عن نافع أن ابن عمر – رضى الله عنهما – أخبرهم أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – حلق رأسه فى حجة الوداع .
2-وفي الدر المختار مع رد المحتار 2/225 ط : رشيدية كويته
(أو حلق في حل بحج) في أيام النحر ، فلو بعدها فدمان (أو عمرة) لاختصاص الحلق بالحرم (لا) دم (في معتمر) خرج (ثم رجع من حل) إلى الحرم (ثم قصر) وكذا الحاج إن رجع في أيام النحر ، وإلا فدم للتأخير.
قال الشامي : ( قوله أو حلق في حل بحج أو عمرة ) أي يجب دم لو حلق للحج أو العمرة في الحل لتوقته بالمكان ، وهذا عندهما خلافا للثاني .
3-وفي تبيين الحقائق 2/375-376 ط : دار الكتب العلمية
قال رحمه الله ( أو حلق في الحل ) أي يجب الدم إذا حلق في الحل للحج أو العمرة……….وإن لم يحلق حتى خرج من الحرم ثم عاد فحلق فيه لا يجب عليه شيء في قولهم جميعا.
4-وفي بدائع الصنائع 3/102-103 ط : دار الكتب العلمية
وأما بيان زمانه ، ومكانه فزمانه أيام النحر ، ومكانه الحرم ، وهذا قول أبي حنيفة إن الحلق يختص بالزمان ، والمكان………….ولو لم يحلق حتى خرج من الحرم ثم عاد إلى الحرم فحلق أو قصر فلا دم عليه لوجود الشرط على قول من يجعل المكان شرطا .
آيا د کعبې په ليدلو حج فرضېږي؟
استفتاء
دا د رجب میاشت دی غواړم چي عمرې ته لاړ شم،خو ما داسي اورېدلي دي چي دبیت الله په لیدلو او دغه راز د عمرې لپاره د احرام په تړلو سره حج فرض کیږي آیا دا خبره سهي ده؟حال دا چي زه اوس د عمرې کولو توان لرم،خو دحج کولو توان نه لرم .
عبدالله کابل
الجواب
حامدا ومصلیا؛
د عمرې احرام په تړلو او د کعبې په لیدلو حج نه فرضیږي البته که دحج کولو توان ولرئ بیا درباندې حج فرض دی څومره ژر چې شونی وي باید ترسره یې کړئ .
1-لما في الدر المختار مع رد المحتار 2/262 ط : حنفية كويته
أقول : وظاهره يفيد أن الصرورة الفقير لا يجب عليه الحج بدخول مكة ، وظاهر كلام البدائع بإطلاقه الكراهة أي في قوله : يكره إحجاج الصرورة لأنه تارك فرض الحج يفيد أنه يصير بدخول مكة قادرا على الحج عن نفسه وإن كان وقته مشغولا بالحج عن الآمر وهي واقعة الفتوى فليتأمل ا هـ .
قلت : وقد أفتى بالوجوب مفتي دار السلطنة العلامة أبو السعود ، وتبعه في سكب الأنهر ، وكذا أفتى السيد أحمد بادشاه ، وألف فيه رسالة .وأفتى سيدي عبد الغني النابلسي بخلافه وألف فيه رسالة لأنه في هذا العام لا يمكنه الحج عن نفسه لأن سفره بمال الآمر فيحرم عن الآمر ويحج عنه ، وفي تكليفه بالإقامة بمكة إلى قابل ليحج عن نفسه ويترك عياله ببلده حرج عظيم ، وكذا في تكليفه بالعود وهو فقير حرج عظيم أيضا .
2-وفي البحر الرائق 3/123 ط : رشيدية كويته
ويجوز إحجاج الصرورة ، ولكن يجب عليه عند رؤية الكعبة الحج لنفسه ، وعليه أن يتوقف إلى عام قابل ويحج لنفسه أو أن يحج بعد عودة أهله بماله ، وإن فقيرا فلتحفظ والناس عنها غافلون وصرح علي القاري في شرح مناسكه الكبير بأنه بوصوله لمكة وجب عليه الحج .
وفي نهج النحاة لابن حمزة هذه المسألة من كلام حسن فلتراجع .ما رأيته في الحامدية . ورأيت في بعض حواشي الدر المختار أنه أفتى بعدم وجوب الحج عليه مولانا العارف بالله تعالى الشيخ عبد الغني النابلسي لتلبسه بالإحرام عن الغير ووجود الحرج المرفوع لو أقام إلى قابل ، وألف في ذلك رسالة .
3-وفي تنقيح الفتاوى الحامدية 1/34 ط : قديمي كتب خانه
أقول وقد ألف سيدي عبد الغني النابلسي رسالة في ذلك جنح فيها إلى عدم الوجوب .
د حج جمرات په ليندۍ ویشتل
استفتاء
سلامونه!روغ رمټ به یاست
نن سبا په فیس بک کې د یوه بابا عکس ښکاره کیږي چې د لېندې په مټ په منی کې جمرات ولي،دغه عکس ډېر زیات خلک خوښوي او همداراز یې شیر کوي،سوال داده چې آیا د لېندې په مټ جمرات ویشتلو سره واجب ادا کیږي؟
احمدګل،قندوز
الجواب
حامدا ومصلیا
جمرات په لاس ویشتل ضروري دي،په لېندې (غولکه) ویشتلو سره واجب نه ادا کیږي .
بحواله دحج لارښود۳۸۶ ط :افغان بنسټ
1-وفي الفقه الإسلامي وأدلته 3/239 ط :دار الفكر
شروط الرمي :…………أن يكون الرمي بيد،ويكون المرمي عند الجمهور حجرا اتباعا للسنة،فلا يكفي الرمي بقوس،ولا الرمي بالرجل ولا بالمقلاع،ولا بالطين .
2-وكذا في معلم الحجاج 199 ط :البشرى كر اتشي
مالداره که په ژوند کې حج ونه کړي؟
استفتاء
که یوڅوک غني وي او دغنا په شپوکي کوښښ وکړي چي حج ته لاړشي ،خوبریالی نه سي او بیا مړ سي،اووصیت ته هم وخت پیدا نه کړي،آیا له نومړي څخه دحج فرضیت ساقطیږي؟
عبدالرحمن،کابل.
الجواب
حامدا ومصلیا؛
له فرضیت وروسته حج په خپل وخت کې اداکول ضروري دي خو که څوک یې دکوم عذر له کبله په خپل ژوند کې ترسره نشي کړی؛ نودحج وصیت پرې واجب دی څو بل تن ترې حج اداکړي او که وصیت یې نه وي کړی او وارثان یې ترې حج وکړي؛ نو انشاء الله پرې غاړه به یې خلاصه شي.
1-قال الله تعالي : ولله علي الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا((ال عمران رقم اية 97))
2-وفي أحكام القرآن للجصاص 2/22 ط : دار الكتب العلمية
فثبت بذلك أن من شرط الاستطاعة إمكان الوصول إلي الحج. وهؤلاء وإن لم يلزمهم الحج بأنفسهم إذا كانوا واجدين للزاد والراحلة،فإن عليهم أن يحجوا غيرهم عنهم،أعني المريض والزمن والمرأة إذا حضرتهم الوفاة فعليهم أن يوصوا بالحج،وذلك أن وجود ما يمكن به الوصول إلي الحج في ملكهم يلزمهم فرض الحج في أموالهم إذا لم يمكنهم فعله بأنفسهم،لأن فرض الحج يتعلق بمعنيين:أحدهما بوجود الزاد والراحلة وإمكان فعله بنفسه،فعلي من كانت هذه صفته الخروج.والمعني الآخر:أن يتعذر فعله بنفسه لمرض أو كبر سن أو زمانة أو لأنها امرأة لا محرم لها ولا زوج يخرج معها،فهؤلاء يلزمهم الحج بأموالهم عند لإياس والعجز عن فعله بأنفسهم.
3-وفي جامع الترمذي 1\378 ط :الطاف ايند سنز رقم 812
عن علي قال : قال رسول الله عليه وسلم : “من ملك زادا وراحلة تبلغه إلي بيت الله ولم يحج فلا عليه أن يموت يهوديا أو نصرانيا ’وذلك أن الله يقول في كتابه : ولله علي الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا.
4-وفي مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح 5\426 ط : دار الكتب العلمية
عن ابن عباس (قال) أتي رجل النبي صلي الله عليه وسلم فقال : إن أختي نذرت أن تحج وإنها ماتت فقال النبي صلي الله عليه وسلم : لو كان عليها دين أكنت قاضية؟ قال : نعم قال : فاقض دين الله فهو احق بالقضاء. متفق عليه.
قال الملا علي القاري(قال فاقض دين الله فهو أحق بالقضاء) أي من دين العباد وهذا الإجمال لا ينافي التفصيل الفقهي عندنا أنه إنما يجب الا حجاج علي الوارث إذا أوصي الميت وإلا فيكون تبرعا.
5-وفي مرقاة المفاتيح 6\228 ط : دار الكتب العلمية
عن ابن عمر رضي الله عنه قال : قال رسول الله عليه وسلم :ماحق امريء مسلم له شيء يوصي فيه يبيت ليلتين إلا ووصيته مكتوبة عنده . متفق عليه.
قال الملا علي القاري : لا ينبغي له أن يمضي عليه زمان وإن كان قليلا في حال من الأحوال إلا ان يبيت بهذه الحال’وهي أن يكون وصيته مكتوبة عنده لأنه لا يدري متي يدركه الموت.
6-وفي الدر المختار مع رد المحتار 2\153-259 ط : حنفية
الاول شروط الوجوب وهي التي اذا وجدت بتمامها وجب الحج و الا فلا وهي سبعة الاسلام والعلم بالوجوب لمن في دار الحرب والبلوغ والعقل والحرية والاستطاعة والوقت أي القدرة في أشهر الحج أو في وقت خروج أهل بلده علي ما يأتي . والنوع الثاني شروط الاداء وهي التي ان وجدت بتمامها مع شروط الوجوب وجب أداءه بنفسه وان فقد بعضها مع تحقق شروط الوجوب فلا يجب الاداء بل عليه الاحجاج أو الايصاء عند الموت وهي خمسة سلامة البدن وأمن الطريق وعدم الحبس والمحرم أو الزوج للمرأة وعدم العدة لها…..قال الشامي : ففي مناسك السروجي : لو مات رجل بعد وجوب الحج ولم يوص به فحج رجل عنه أو حج عن أبيه أو أمه عن حجة الاسلام من غير وصية,قال أبو حنيفة : يجزيه إن شاء الله ,وبعد الوصية يجزيه من غير المشية.
7-وفي مناسك الملا علي القاري 74 ط : حقانية بشاور
(الثالث)أي من شرائط الاداء علي الصحيح كما ذكره ابن الهمام(عدم الحبس)أي بالفعل(والمنع)أي باللسان(والخوف)أي بالقلب(من السلطان)أي الذي يمنع الناس من الخروج إلي الحج.ففي الكفاية : والخائف من السلطان كالمريض،لوجود المانع،ونقل عن شمس الإسلام أن السلطان ومن بمعناه من الأمراء ذوي الشأن ملحق بالمحبوس في هذا الحكم،فيجب الحج في ماله،يعني إذا كان له مال غير مستغرق لحقوق الناس في ذمته دون نفسه.
8-وفي بدائع الصنائع 3\47 ط : دار الكتب العلمية
ومنها (الشرائط) : صحة البدن فلا حج علي المريض ,والزمن,والمقعد,والمفلوج,والشيخ الكبير الذي لا يثبت علي الراحلة بنفسه,والمحبوس,والممنوع من قبل السلطان الجائر عن الخروج إلي الحج ’لأن الله تعالي شرط الاستطاعة لوجوب الحج,والمراد منها استطاعة التكليف,وهي سلامة الأسباب والآلات,ومن جملة الأسباب سلامة البدن عن الآفات المانعة عن القيام بما لابد منه في سفر الحج,لأن الحج عبادة بدنية,فلا بد من سلامة البدن,ولا سلامة مع المانع.
والله سبحانه وتعالي أعلم بالصواب
عبد الرؤف قاسمي
29 ربيع الثاني 1434
الجواب صحیح
د حج د اداکولو طريقه (لنډ او مفصل(
دحج د اداکولو طريقه
کله چې حاجي مقيات ته ورسي نو له هر څه لومړي بايد اودس يا غُسل وکړي غسل کول غوره دي، بيا احرام (يولنګ او يو څادر چې نوي يا منځل شوي وي) واغوندي او خوشبوئي به هم ووهي، دوه رکعته لمونځ د اداکولو وروسته به د حج نيت وکړي د نيت په پای کې به تلبيه ووايې او د تلبيې په الفاظو کې به کمی نه راولي .
کله يې چې تلبيه وويله نوحاجي پوره محرم شو او د عبثوخبرو، جنګ کولو، حلالي کولو ښکار کولو، خولۍ او پګړﺉ په سر کولو، سر اومخ پټولو، خوشبويي استعمالولو، ويښتانوخريلو، نوکانو اخيستلواو داسې موزو په پښو کولو څخه چې ښنګري پټوي بايد ځان وژغوري.
حمام ته ننوتل، غسل کول او د ملا څخه هميانۍ تړل ورته روا دي .
کله چې حاجې احرام وتاړه نو په هر لمانځه پسي به تلبيه ډېره ډېره وايې او هم به اوچتو ځايونو ختلو او ښکته کېدلو په وخت کې تلبيه وايي .
څه وخت چې مکي ته ورسيد کعبې ته به لاړشي او د هغې په ليدلو به تهليل او تکبير داسې ووايي: لااله الاالله والله اکبر، بيا به حجرالاسود ته مخ واړوي تکبير، تهليل او درود به ووايي، وروسته له هغې به لاسونه غوږونوته پورته کړي او که توان اوقدرت يې وي حجرالاس حجرالاسود به ښکل او مسحه کړي .
بيا به د بيت الله شريف او حطيم (حطيم هغه ځاي دي چې په بيت الله پورې اړه لري) په چاپير له ښي خوا نه په طواف شروع وکړي او اوه ګردشه به پوره کړي په داسې ډول چې په دريو لومړيو ګردشونو کې به پهلواني تګ کوي او په نورو څلورو ګردشونو کې به په عادي حال ګرځي .
که وسه يې کېدله نو په هرګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسېدو سره هغه ښکل او مسحه کړي او که وسه يې نه وه نو مخامخ به ورته ودرېږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څېر اشاره کوي .
دا طواف سنت دی او د طواف قدوم په نامه يادېږي .
هرکله چې له طواف څخه وزګار شي نو بيا به دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهيم او يا دجومات بل داسې ځای کې وکړي چې هلته امکان لري .
وروسته له هغو به په صفا وخېږي او د بيت الله په لور به مخ کړي، تکبير، تهليل او درود به ووايي او د لاسونو په پورته کولو سره به خپل ځان او نورو ټولو مؤمنانو ته د خير دعا وکړي. بيا به په عادي تګ سره مروي ته کوز شي. کله چې د صفا او مروي منځ ته ورسېږي نو د ميلين احضرين (دوه شنوڅلو) ترمنځ به سعي او منډه وکړي او مروي ته به د رسېدو په وخت کې د بيت الله په لور مخ کړي او د صفا دعا ګاني به وکړي .
د صفا او مروي تر منځ تګ راتګ چې له صفا نه يې پيل کوي او په مروي يې ختموي ټول اوه ګردشه پوره کوي په داسې ډول چې هر ځل تګ يو ګردش او بېرته راتګ بل ګردش شمېرل کېږي .
د ذي الحجي د اتمې ورځې مناسک:
حاجي به د ذي الحجي د اتم ورځې (چې د ترويه ورځ يې بولي ) د سهار د لمانځه نه ورسته مینا ته لاړشي او نهمه شپه به هلته په مینا کې وکړي .
د ذي الحجي د نهمي ورځې مناسک: حاجي به د ذي الحجي په نهمه ورځ عرفات ته لاړشي او د لمر د زوال نه وروسته به د ماسپښين او مازديګرلمونځونه په يو آذان او دوه اقامتونو سره په يو وخت کې په جماعت وکړي او که چا په يواځې ځان سره بې له جماعت لمونځ کاوه نو د هر وخت لمونځ به بېل بېل او په خپل وخت اداکړي .
بيا به د عرفات په غونډۍ چې جبل الرحمت نوميږي ودريږي او په پوره عاجزۍ او زارۍ سره به د خير دعاګانې وکړي .
د بطن عُرينه نومي ځاي نه پورته د عرفات نور ټول ميدان د موقف (د دريدو ځاي) دي، کله کله چې لمر پريوځې نو حاجي به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شي او هلته به د مشعرالحرام سره نژدي شپه وکړي ځکه چې په دغه ځاي کې شپه کول مستحب دي .
همدلته به حاجيان د امام سره يو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو اذان او يو اقامت په جماعت سره وکړي. خو که چا د ماښام لمونځ په لار کې يوازي کړي ؤ نو بيا پرې د لمانځه ګرځول لازم دي څو دامام سره يې په جماعت ادا کړي .
د ذي الحجي د لسمي ورځې مناسک :
کله چې په مزدلفه کې په حاجيانو سبا شي نو په تياره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړي اوخپل ځان او نورو مسلمانانو ته به دعا وکړي. پرته له بطن محسر څخه د مزدلفې ټوله ځمکه موقف (د درېدو ) ځای شمېرل کېږي. بيا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ويشتلو لپاره د مینا په لور روان شي اوهلته به په اوو کاڼو جمره وولي .
کله چې له جمري ويشتلو نه وزګار شي نو بيا به ذبح (حلاله )وکړي او خپل سر او سنت به هم وخروي. بيا به مکي ته راشي طواف زيارت به وکړي، اوس د احرام ټولې پابندي ختمي شوي .
د اختر له درېيمې ورځې نه وروسته د دې طواف کول مکروه دي او په وروسته کوونکو يې دم لازميږي .
د ذي الحجي د يوولسمي او دولسمې ورځې مناسک :
حاجيان به په دغو ورځو مینا ته ځې او د زوال نه وروسته به درې واړه جمري ولي د جمرو ويشتلو په وخت کې به تکبيرونه وايې او بيا به دعا کوي د جمري ويشتل به له هغې جمري څخه پيل کوي کومه چې مسجد حنيف ته نژدي ده. په پای کې به د عقبی جمره وولي بيا به بېله ځنده مکې ته ځي او په محصب نومي ځای کې به کوز شي او حرم ته به ننوځي او د بيت الله شريف طواف به پرته له پهلوانۍ وکړي. دا طواف په اطرافي حاجيانو واجب دي او د طواف وداع په نوم يادېږي .
په مکه کې په اوسيدونکو حاجيانو باندې دا طواف نشته .
ښځه په ټولو ذکر شوو حالاتو کې د نر په شان ده، خو د نر سره دومره فرق لري چې ښځه سرنه لوڅوي، آواز به نه اوچتوي، د ميلين احضرين ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې به سعي او منډه نکوي، سربه نه خروي او په ټولو مراسمو کې به مخ سوڅ ساتي مګر د مخالت کولو په صورت ورباندې دم يا صدقه لازميږي .
د حج ارکان، واجبات او سنتونه
الف- د حج ارکان: هغه افعال دي چې که له حاجي څخه پاتې شي نوحج يې نه صحيح کېږي اوهغه دري دي 1- په عرفات دريدل 2- طواف زيارت يا افاضه 3- احرام
د حج واجبات :
1- له مقياتو څخه احرام تړل
2- په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .
3- د طواف نه ورسته دوه رکعته لمونځ کول .
4- په اوداسه سره طواف کول .
5- د حجرالاسود نه په طواف پيل کول .
6- د بيت الله او حطيم په چاپير طواف کول .
7- په طواف کې بل چا ته زحمت نه رسول .
8- سعي د صسعي د صفا څخه شروع کول او په مروي پاي ته رسول .
9- په سعي کې اوه کردشه پوره کول .
10- د عرفي د ورځي د زوال نه ورسته تر ماښام پورې په عرفات ودريدل .
11- په مزدلفه کې د مشعرالحرام سره يوه شيبه ودريدل .
12- د اختر په ورځو کې د عقبي جمرې ويشتل .
13- د حج يا عمرې په پاي کې د ويښتانو خريل يا لنډول .
14- د اختر په اوله ورځ قرباني کول (د څاروي حلالول) اول ذبح بيا د ويښتانو خريل
15- د صفا او مروي د سعي کولو لپاره نيت کول .
16- طوا ف صدر کول
که له حاجي څخه کوم واجب عمل ترک شي نو دم (د څاروي حلاول ) پري لازمېږي که يې دا په توان کې نه وي يعني اقتادی توان ونه لري نو لس روژي به نيسي دري ورځې په مکه کې او پاتي چې کله کور ته ورسيږي .
د حج سنتونه
1- د احرام تړلو لپاره غسل .
2- طوا قدږم کول .
3- د احرام تړلو په وخت کې خوشبويي استعمالول.
4- تلبيه ويل
5- په هغه طوا کې د پهلوانۍ پيښي کول چې وروسته ترې د صفا او مروی سعي کيږي .
6- په طوا کې د پيهلوانۍ پيښي کول .
7- د طوا يت کول .
8- د طواف ګردشونه .
9- د طوا ګردشونه په پرله پسې ټوګه سرته رسول .
10- د سعي ګردشونه په پرله پسي ډول کول .
11- د عرفات لپاره په منا کې شپه کول .
12- په عرفات کې د ماسپښين او مازديګر لمونځونه يو ځای د ماسپښين په وخ په حماعت ادا کول .
13- تر عرفات وروسته په مزدل کې شپه کول
14- په عرات کې د صخري (ډبرين ځای)سره ودرېدل
حج فوايد او تاريخي قدامت!
حج دوه ډوله گټې لري: ټولنيزې گټې او شخصي گټې:
ټولنيزې گټې: حج د مسلمانانو د پيژندنې او د دوى ترمينځ د ايماني ورورگلوۍ د ټينگښت او پياړوتيا يوه ښه وسيله ده، حج مسلمانانو ته دا ښيي چې دوى ټول پرته له کوم ژبني، کلتوري او ټولنيز توپيرونه له يو شان حقوقو څخه برخمن دي او يو پر بل لومړيتوب د هغوى د ژبې، رنگ، او هيواد پربنسټ نه، بلکې د پرهيزگارۍ تقوى پراسا دى، همدارنگه حج مسلمانان دې ته هڅوي چې په خپل مينځ کې ټولنيزې کلتوري او اقتصادي اړيکې لا پياوړي او د دښمن پرضد د يو گوند دريځ غوره کاندي، حج د اسلام د خپرونې لپاره ښه زمينه ده، که رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې فرصت څخه د گټې اخستلو پرمټ وتوانيد چې د خپل دعوت په بنسټ يو اسلامي هيواد تشکيل او بنست يې کيږدي او ددغه دعوت پايلې په اسلامي تاريخ کې د عقبې لومړى او دوهم بيعت په نوم ياديږي، د دنيا د گوډ گوډ مسلمانانو سره د تعارف او پيژندگلوۍ صورت نيسي، چې دا بغير د حج نه محال او ناممکن وي او همدارنگه د حج شخصي گټې، حج د انسان نفس پاکوي، حج په انسان کې اخلاص پيدا کوي کوم چې د انسان د معنوياتو د لوړوالي يو ښه لامل دى، حج د الله پاک څخه د بنده هيلو ته پياوړتيا ورکوي دغه راز ايمان او هغې ژمنې ته چې په عالم ارواح کې يې له انسانانو څخه اخستل شوې ده هم پياوړتيا بخښيو حج د توبې مرستندو په عبادت دى چې مسلمان پر خپلو گناهونو پښيمانتيا او خفگان ته جوگه کوي او الله جل جلاله څخه يې بخښنې ته اړ باسي، حج مسلمان ته د عزت تير تاريخ ور په زړه کوي څو په خپل راتلونکي ژوند کې د خپلو اسلافو پر پل پل کيږدي او د هغوى په څير په دواړو جهانونو کې برياليتوب څخه برخمن شي، د حج مفردنو او سفرونو په شان يو سفر دى چې مسلمانان صبر او زغم ته چمتو کوي او د اسلام لپاره هر ډول قرباني او فداکارى ته يې هڅوي، حج د عبادت د يوې ترتيب شوې لړۍ نوم دى چې مسلمان ته د ژوند په چارو کې د مهالويش سپارښتنه کوي څو يې ارزښتناک وخت له ضياع څخه وژغورل شي، بله گټه يې داده چې د حج په مرسته مسلمان د الله جل جلاله د نعمتونو، لکه شتمني، بدن او روغتيا شکر ادا کوي کوم چې عقلا او شرعا پر مسلمان واجب دى، څرنگه چې په هر دين او ملت کې يو داسې عبادت شتون لري چې په ترڅ کې يې د هغه دين ټول منونکي يوځاى خپل ديني مراسم ترسره کوي او له هغو سپيڅلو ځايونو څخه کتنه کوي چې ديني ارزښتونه ورسره تړلي وي، لکه يهوديانو به له ميلاد دمخه په څوارلسمه پيړۍ د خپل وس سره سم له ځان سره سوغاتونه او ډالۍ اخيستې او هغه ځاى ته به د حج لپاره تلل چې تابوت العهد پکى و، عيسايان د خپل حج مراسم په بيت المقدس او ((تريف)٩ نومې کليسا کې ترسره کوي تريف کليسا به روم کې موقعيت لري او په اړه يې عيسايان عقيده لري چې د عيسى عليه السلام کميس په همدې کليسا کې خوندي شوي هندوان عبادت خپل کلنى مراسم د ((کنگا)) او ((جمنا)) رودونو پر غاړه ترسره کوي، سپيڅلى اسلام په الهى لارښوونو ولاړ خپلو منونکو ته يو داسې عبادت ورکړچې د مسلمانانو د يوالي څرگندونې سره سره د هغو سپيڅلو ځايونو ليدنه پکې شتون لري څو د الله هغه کور (کعبه) په عبادت اباد کړي کوم چې د دوى ستر نيکه ابراهيم عليه السلام الهى وحماسره سم د حنفي دين مرکز ټاکلى و، څو خپل تير تاريخ ياد په زړه کړي او د خپل ستر نيکه هغه سرښندنې چې د الله په لار کې يې ورکړې وې هر کال ژوندى او هغه ته ښودل شوى عبادت هر کال ترسره کړي.
د غريبانو لپاره وړيا حج او عمره
حج چې د اسلام د مبارک دين يو له مهمو او اساسي ارکانو څخه دى او د ځنو شرايطو لاندې په مسلمانانو د لمانځه په څير فرضيږي، متاسفانه پدې وروستيو کې دا فريضه زموږ په بېسواده ټولنه کې او حتى په ځنو پوهانو کې هم د تربورۍ او رقابتونو قرباني شوې. بې له دې چې دوې په دې وپوهيږې چې الله جل جلاله د حج په اړه څه وايې؟ حج يې په چا فرض کړى؟ او په کومو شرايطو بايد حج وشي، زموږ په افغاني ټولنه کې اکثريت د حچ په ارزښت او اسلامي اهميت نپوهيږي، ځکه خو څوک حج ته د تلو اراده نلري او که څوک يې اراده وکړي او حج ته تلل غواړي هم د تربورۍ او رقابت لپاره د حج د فريضى د اداء کولو لپاره زړه ښه کوي، دا زموږ په ټولنه کې عام شوې چې که کوم څوک حج ته ځي نو نور خلک په ځانګړي ډول هغه څوک چې له دوي سره رقابت لري، ديته هڅيږي چې د حج لپاره د سعودي عربستان چکر ووهي. دا که کوم څوک يا د نوم لپاره يا د خداى لپاره حج ته ولاړ شي، د ده سره نور کليوال هم په دې فکر کې کيږي چې فلانى او فلانى د حج لپاره کعبې ته ولاړل او زه پاته يم؟ زه خو هم له هغوي څه کم نه يم، زه ولې حج ته ولاړ نشم؟. داسې يو رقابتي فکر دوي ديته هڅوي چې حج ته ولاړ شي، بې له دې چې په دې وپوهيږي چې د حج ته تلو وړ دى او کنه؟ او يا حج پرې د اسلام له نظره فرض شوى دى او کنه؟ حج ته ځي، همدا رقابت دى چې ډيرى داسې خلک هم پيدا کيږي چې پيسې قرض او پور کوي او حج ته پري ځې ترڅو دا رقابت پوره کړي. کله چې زموږ خلک پيسې قرض کوي او حج ته پرې ځي بايد دا هيره نکړي چې الله تعالى فرمايې: (ولله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا ومن کفر فان الله غني عن العالمين) سورت: ال عمران آيت: ٩٧. ژباړه: او دپاره د الله (جل جلاله) پر خلکو باندې حج د بيت الحرام فرض شوى دى د هغه چا لپاره چې طاقت او مالي قدرت ولري د دې فريضې د اداء کولو لپاره. او هغه مالدار کس چې مخ اړوي او يا کافر شي په تحقيق سره الله (جل جلاله) ډير غني دى تر خپلو مخلوقاتو. همدا لاملونه دي چې زموږ حاجيان نه له حج څخه لازم درس اخلي، نه د کعبې د ليدو په خوند پوهيږي او نه هم د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت ورته کوم ځانګړي اهميت لري. ډير کله داسې هم شوي چې زموږ حاجيان د حج لپاره سعودي ته تللي، خو په حج نه پوهيږي او هلته داسې کارونه کوي چې نه په حج کې شته او نه هم په اسلام کې. داسې ډيرې عجيبې او نا اشنا کېسې زموږ حاجيانو له ځان سره د حرم له ديار څخه راوړي چې په اوريدو به يې حيران شى. ماته يو داسې سړي چې دا ډير کلونه د حج په موسم کې په مکه کې يې د حاجيانو سره کار کړى وويل چې زموږ يو افغان چې له خپلې مور سره حج ته راغلې و، د سر خرييلو پر مهال يې د خپلې مور سر هم پرې خرييلى و!!!، دا يوه کيسه نده داسې په زرګونو کيسې شته چې زموږ د حاجيانو جهل او د حج په اړه پکې د دوې ناپوهي ښکاره کوي. دا داسې حجونه دې چې نه په حاجې کومه اغيزه لري او نه يې په ژوند کې بدلون راولي، داسې حاجيان چې کله له حج څخه را درومي پرځاې د دې چې د حج د لويې فريضي د خوند په اړه څه ووايې داسې پوچې خبرې کوې چې په ويلو به يې ښايې د مسلمان اسلام تر پوښتنې لاندې راشي. کله چې يو حج د رقابت يا کومې بلې موخې لپاره ترسره شي، نه پکې خوند وي او نه هم ثواب. داسې حيرانوونکې کيسې زموږ حاجيان کوي چې له حج څخه د سړي زړه توروي، له يو حاجي څخه چې نوى له حج څخه راغلى و چا وپوښتل چې حج څنګه خوند لري او د حج ځاى څنګه ځاى و؟ حاجي صيب ورغبرګه کړه چې حج داسې خوند او ځاى لري چې خداى دې مسلمان ترې ساتي!!!. کله چې څوک د حج په قدر او اهميت ونه پوهيږي، طبعا هغه داسې کارونه کوي چې د حج د اصولو مخالف وي خو ده ته څه نه ښکاري، زموږ د حاجيانو بل مشکل دادې چې هغوي د حج په اخلاقو نه پوهيږي او هلته له نورو سره جنجال او ښکنځلې هم کوي، پدې اړه الله جل جلاله فرمايې: (الحج اشهر معلومات فمن فرض فيهن الحج فلا رفث ولا فسوق ولا جدال في الحج…) سورت البقره آيت ١٩٧. ژباړه: حج د پاره مياشتې دي معلومې هر هغه چا باندې چې فرض شو دا حج نو په کار ده چې په دې مياشت کې (د حج په مراسمو کې) نه دي جماع کوي، نه دې د فسق او فساد اعمال ظاهر کوي او نه دې جنګ او جدال کوي په حج کې. زموږ ځينې داسې حاجيان بيا دا عادت هم لري چې که له نوم سره دې د حاجي صاحب کلمه هم ياده نکړه جګړه درسره کوي، پداسې حال کې چې نه يې ، حج کړى وي او نه پکې د حج اخلاق پيدا شوي وي. پدې بايد لوستونکي ځان وپوهوي چې له دې ليکنې څخه زما موخه دا نده چې لوستونکي له حج څخه زړه تورن کړم، زه وايم دې کې شک نشته چې داسې ډير خلک زموږ په ټولنه کې شته چې حج کولو ته ډير لېواله دي، پرې پوهيږي هم او يواځې د الله د رضا لپاره او د فريضې د سرته رسولو لپاره يې اداء کوي، خو هغه کسان چې د نوم، رقابت او تربورۍ لپاره حج اداء کوي هم لږ ندي او دا زموږ د ټولنې يو جدي مشکل دى، چې پوهان بايد ورته جدي پاملرنه وکړي. زما دا ليکنه هغه چاته ده چې د حج کولو ډير شوق لري او حج د ثواب په نيت تر سره کوي. داسې څوک چې د ثواب لپاره د حج سره مينه لري او د تلو وس يې نلري په دې ليکنه کې ورته د لنډ حج لاره چې د يو حج او يوې عمرې پوره ثواب په بدل کې ورکول کيږي يوه آسانه لاره ښودل شوې ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه چا لپاره چې غواړې په لږه موده کې د يو حج او يوې عمرى پوره پوره اجر او ثواب ترلاسه کړي وايې: ( من صلى الفجر في جماعة ثم قعد يذکر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى رکعتين کأجر حجة و عمرة تامة تامة.) ژباړه: څوک چې د سهار لمومځ له جماعت سره اداء کړي او بيا کښېنې او تر لمر ختو د الله ذکر وکړي بيا دوه رکعته لمونځ وکړي الله به ورته د يو حج او يوې عمرې پوره پوره اجر ورکړي. اوس که څوک د حج او عمرې د ثواب د لاسته راوړلو ليواله وي، دا يوه لنډه او آسانه لار ده، په دې اړه هيڅ څوک کومه پلمه نشي کولى، غريب او مالداره دواړه دا کار کولى شي. الله جل جلاله دې لومړى ماته په دې ليکنه د عمل توفيق راکړې او بيا له تاسو لوستونکو هر يوه څخه هيله لرم چې د ليکنې په لوستو سره ځانته د يو حج او يوې عمرې اجر او ثواب په لنډه او آسانه طريقه ترلاسه کړئ.
د حج نيت او د حج ډولونه
حج درې فرضونه لري: ۱- د احرام تړل ۲- پر عرفات درېدل ۳- طواف زيارت.
د پورته درې واړه فرضونو د پرځاى كولو ماسېوا حج نه كېږي، احرام ته د اقدام كولو په وخت كي دي په زړه كي د حج نيت او د احرام قصد وكړي او چي احرام يې وتړى بيا دي نيت په ژبه وكړي.
حا جي دي هڅه وكړي چي نيت په عربي ژبه و وايي او كه لازم و، د معلم له خُلې دي تكرار كړي كه دا هم سخته وه په خپله مورنۍ ژبه دي و وايي. ګونګی دي ېې په زړه كي نيت وكړي. په هر صورت حاجي بايد پوه سي چي د څه ډول حج لپاره احرام تړي. قارن، تمتع او مفرد په دغه درو(۳) حجو کي چي هر حج کوي نو دي
د هغه حج تصميم ونيسي او بيا دي نيت وكړي.
۱- حج قِران:
دې ډول حاجي ته په عربي قارِن وايي:
د قِران مطلب په يوه احرام باندي له يوه ميقات څخه د حج او عمرې سره يوځاى كول دي بې له دې چي د دواړو ترمنځ د زمانې فاصله راسي. په دې ډول عبادت كي عمره د حج په ترڅ كي اداكېږي، حاجي احرام د حج او عمرې د دواړو په يوه وخت كي تړي، طواف او سعى كوي او د عمرې او د حج د مناسكو ترپاى ته رسېدو پوري د احرام په قيد كي پاتېږي. دا حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده. بيا دي خپل ورېښتان وخرېيي او يا دې لنډ كړي.
د حج قِران نيت:
﴿اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُالْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهُمَا لِيْ وَ تَقَبَّلْهُمَا مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د حج او عمرې اراده مي كړې ده، نو راته اسانه يې كړې او دواړه را څخه قبول كړې.
۲- حج تمتع:
دې ډول حا جي ته په عربي كي متمتع وايي:
متمتع حاجي اول احرام په ميقات كي اغوندي
او عمره اداكوي چي په عمره كي طواف، صفا، مروا
او د سر خرېيل يا لنډول شامل دي.
بيا له احرامه وزي او عادي جامه اغوندي، د ذي الحجې پر اتمه د حج احرام تړي په حرم شريف کي،
د تمتع حج ذبح لري او ذبح يې واجب ده.
متمتع دي لومړى د عمرې په طواف كي تلبيه ويل قطع كړي، بيا دي د ذي الحجې پر ا تمه د حج لپاره له حرم شريف څخه احرام وتړي (د ذي الحجې تر اتمي مخکي احرام تړل بهتردى) بيادي حج وكړي (بې د قدوم له طوافه) او ذبح دي وكړي (كه دذبح توان يې نه درلودی نو روژه دي ونيسي چي بيا به د ذبح په باب كي خبري پر وسي) او د حج او عمرې له احرام څخه فارغېږي.
د عمرې نيت دا دى: چي د تمتع د مناسكو په پيل كي راځي.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د عمرې د اداكولو نيت مي كړی، نو را ته اسانه يې كړ ې او راڅخه قبوله يې كړي.
دحج او عمرې په منځنۍ فاصله كي متمتع حاجي كه زياتي فارغي ورځي ولري، كولای سي چي څو واره عمره ادا كړي. خو د ذي الحجې د اتمي ورځي تر رارسېدو مخكي دي د حج احرام وتړي او منْی ته دي روان سي. د حج د احرام تر تړلو وروسته دي د حج نيت وكړي، په حنفي مذهب كي د قِران تر حج وروسته همدا د تمتع حج فضيلت لري.
يادونه:- زموږ د هيواد حاجيانو ته په کار ده چي
د تمتع حج وکړي په دې باره کي دي په خپل هيواد کي د علماوو څخه ضرور پوښتنه وکړي ځکه زموږ زيات هيوادوال په ژوند کي يو حج کوي نو دي د تګ په وخت کي د عمرې نيت وکړي، د حج نيت دي نه کوي او که د حج نيت کوي نو دي د قِران حج شرطونه ځان ته معلوم کړي، د عمرې نيت دي هم ورسره وکړي و دغه حج ته (قِران) وايي. او که مفرد حج کوي ضرور به شرطونه ورمعلوم وي.
۳- حج مفرد:
دې ډول حا جي ته په عربي كي مفرد وايي:
له افراد څخه مطلب يو كول دي يعني چي احرام يوازي د حج په نيت تړي او د حج تر پايه پوري له احرامه نه وزي او دا حج ذبح واجب نه لري او مسنونه ذبح لري او نيت يې دادى:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي﴾.
ترجمه: خدايه! د حج د اداكولواراده مي كړې ده، راته اسانه يې كړې او راڅخه قبول يې كړې.
دې حاجي كه د حج تر ختمېدو او د اختر د ورځو تر تېرېدو وروسته وخت درلودى بېرته دي احرام له ټا كلو ځايو څخه چي تر حرم دباندي دي وتړي او عمره دي اداكړي، تر اختر وروسته هره ورځ عمره کولای سي.
Subscribe to:
Posts (Atom)